ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا په کندوز کې د افغان سرتېرو وژل وغندل

امريکا په کندوز کې د افغان سرتېرو وژل وغندل

author avatar
28 Sep 2016 - 11:39
امريکا په کندوز کې د افغان سرتېرو وژل وغندل
author avatar
28 Sep 2016 - 11:39

واشنګټن (پژواک، ٧ تله ٩٥):  امريکا په کندوز ولايت کې د افغان سرتېرو وژل وغندل او په ډاګه يې کړه چې افغان ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې دنده پر مخ وړي.

وړمه شپه په کندوز ښار کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې ١٠ افغان سرتېري د خپلو دوو ملګرو لخوا وژل شوي وو.

د امريکا  د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر په واشنګټن کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د کندوز ياده پېښه وغندله.

هغه په ياده پېښه کې د وژل شويو افغان سرتېرو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل.

ټونر زياته کړې: (( موږ پر دې باور يو چې افغان ځواکونه په ډېرې ميړانې سره د خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع جګړه کوي او هره ورځ قربانۍ ورکوي.))

د نوموړي په وينا، امريکا او د نا‌ټو متحدين د افغان ځواکونو مرستې، روزنې او همکارۍ ته ژمن دي او دې کار ته به ادامه ورکوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.