ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اچين کې هوايي بريد ملکي وګړو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

اچين کې هوايي بريد ملکي وګړو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
28 Sep 2016 - 08:30
اچين کې هوايي بريد ملکي وګړو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
28 Sep 2016 - 08:30

دويم تعقيب-جلال اباد(پژواک، ٧ تله ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ملکي وګړو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولايت مقام لخوا د تلې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د لومړنيو معلوماتو له مخې،دغه هوايي بريد نن سهار وخته شاوخوا درې  بجې د اچين ولسوالۍ د تريلې سيمې په رغزي کلي کې پر يوه کور شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په دې بريد کې د داعش د يوه قوماندان حمزه او د هغوى د قاضي حاجي محمد په ګډون ١٨ داعش وسله وال وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.

د ولايت مقام په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په دې هوايي بريد کې درې ملکي وګړي هم وژل شوي او شپږ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال هم په دې بريد کې د د داعش د مهمو مشرانو په ګډون د ١٨ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

خو نوموړي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

خو ددې ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په دې بريد کې ١٣ ملکي وګړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې، هوايي بريد د عامې روغتيا رياست د يوه کارکوونکي پر کور شوى، چې تازه له حج څخه راستون شوى .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له حج څخه د راستون شوي تن په کور کې مېلمانه او خپلوان يې د شپې پاتې شوي وو چې پرې هوايي بريد شوى .

ياده امنيتي سرچينې وايي  چې په وژل شويو او ټپيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي. 

په اچين ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ملنګ هم وايي، چې وژل شوي کسان او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

خو هغه وايي چې په دې پېښه کې ١٣ تنه وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.