کابل (پژواک، ٧ تله ٩٥): د علماوو شورا د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقتنامې ملاتړ وکړ او له نورو وسله والو مخالفينو يې وغوښتل، چې د دې ګوند په څېر د بين الافغاني مذاکراتو له لارې ستونزې حل کړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د افغانستان د علماوو سراسري شورا له ريیس او غړو سره په ارګ کې وکتل.
سرچينه کاږي، په پیل کې سیدضیاءالدین د افغانستان د علماوو سراسري شورا اعلامیه ولوسته، چې په کې د سولې عالي شورا په منځګړيتوب د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې موافقتنامې د لاسلیک ملاتړ شوى دى.
د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې موافقتنامې "لومړۍ بڼه" تېره پنجشنبه (د تلې لومړۍ نېټه) د دولت، سولې عالي شورا او حزب اسلامي د استازو ترمنځ لاسليک شوه او ټاکل شوې، چې دغه هوکړه ليک سبا د ولسمشر غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار له خوا هم لاسليک شي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا شورا له دواړو لورو غواړي چې د موافقتنامې مواد په حسن نیت عملي کړي او نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
د افغانستان د علماوو سراسري شورا د دولت له ټولو وسله والو مخالفینو څخه غوښتي، چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې په هېواد کې جنګ، وینه بهېدنه او ورانی پاى ته ورسوي او د حزب اسلامي په څېر د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ستونزې حل کړي.
د علماوو سراسري شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ د حکومت له اقتصادي برنامو څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړ او دا یې د نظام مهم مسوولیتونه وبلل.
د افغانستان د علماوو سراسري شورا له مسوولو دولتي ارګانونو څخه وغوښتل، چې په ښه توګه د راستنېدونکو کډوالو هرکلی وکړي، د هغوی اړتیاوې پوره کړي او د سرپنا په برخه کې بیړنۍ همکاري ورسره وکړي.
دې شورا یو ځل بیا له مسوولو مقاماتو وغوښتل، چې د هر ډول اداري او اخلاقي فساد د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي. د ځمکو غصب چې څرګند فساد دی او د اسلام د مبین دین له پلوه د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول خصوصاً په داسې شرایطو کې چې زموږ کډوال هېوادوال بېرته هېواد ته راستنېږي، یوه حتمي چاره او د حکومت له وجایبو څخه ده.
يادې شورا ويلي، د بانکونو او اړوندو ادارو مسوولینو ته په معاملاتو کې د اسلامي موازینو د رعایت سپارښتنه کېږي او له رسنیو هم غواړي، چې د سودي معاملو اعلانونه خپاره نه کړي.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر د افغانستان د علماوو سراسري شورا اعلامیې څخه په مننې وویل، د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد په پلازمېنه کې بین الافغاني مذاکرات د اسلام د مبین دین او اساسي قانون د لارښوونو مطابق په بریالیتوب سره نتیجې ته ورسېدل.
نوموړي علماوو ته په خطاب کې وویل: "تاسو د هېواد لویه معنوي پانګه یئ او د سولې د تامین په برخه کې ستاسو رول ارزښتناک دی، نو ټولو ته د سولې پیغام ورسوئ، چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې سوله ییز او عادي ژوند ته ور وګرځي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن