ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب اوسېدونکي: د کوهستان خلک د قحطۍ له خطر سره مخ دي

د فارياب اوسېدونکي: د کوهستان خلک د قحطۍ له خطر سره مخ دي

author avatar
28 Sep 2016 - 15:29
د فارياب اوسېدونکي: د کوهستان خلک د قحطۍ له خطر سره مخ دي
author avatar
28 Sep 2016 - 15:29

ميمنه(پژواک، ٧ تله ٩٥): د فارياب يو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو له دوو مياشتو راهيسې ددغه ولايت د کوهستان ولسوالۍ نښلوونکې لاره بنده کړې او يادې شوې ولسوالۍ ته د خوراکي توکو د لېږد مخنيوى کوي.

د کوهستان د مرکز لولاش سيمې اوسېدونکي او يو شمېر مخور وايي چې د نښلوونکو لارو د بندښت په سبب د لومړنيو خوراکي توکو بيې څو چنده لوړې شوې دي.

 دوى وايي چې که دولت د کوهستان ولسوالۍ نښلوونکې لارې خلاصې نه کړي، د ژمي موسم او واور ورېدو سره به د مرکز او د يادې ولسوالۍ لاره د شپږو راتلونکو مياشتو لپاره بنده شي او خلک به له بشپړې لوږې او قحطۍ سره مخ وي.

د کوهستان د لولاش سيمې اوسېدونکي محمد صغير پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال يوه ٥٠ کيلويي بورۍ اوړه په ٢٨٠٠ افغانۍ، يو قطى ١٨ لېتره غوړ په ٢٥٠٠ افغانۍ، يو کيلو بوره په ١٢٠ افغانۍ، يوه بورۍ ٢٠ کيلويي وريجې ٢٦٠٠ افغانۍ بيه لري، خو پر دې سربېره هم په ډېره سختۍ موندل کېږي.

 نوموړي د کوهستان – ميمنې نښلوونکې لارې په اړه د دولت په نه پاملرنې د نيوکې تر څڼګ زياته کړه چې دولت بايد د ژمي له راتګ وړاندې د کوهستان د خلکو ستونزې حل کړي، که داسې نه وي نو ځواب دې ورکړي چې د ملت زړه صبر شي.

د کوهستان ولسوالۍ په لولاش سيمه کې د ولسي پاڅون ځواکونو قوماندان ډاکټر سعادت وويل چې طالبانو د کوهستان لاره وروسته له هغه بنده او خوراکي توکي يې ورباندې بند کړل چې دوه مياشتې وړاندې ددې ډلې سلګونه غړو د ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ، خو دولتي ځواکونو د خلکو پر ملاتړ له سختې ماتې سره مخ کړل او درنه مرګ ژوبله يې ور واړوله.

 سعادت زياته کړه چې څه باندې درې زره کورنۍ د طالبانو لخوا کلابندې شوې، هېڅ ډول خوراکي او غير خوراکي توکو ته چې خلک ورته اړتيا لري، د لېږد اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې د کوهستان ارتباطي لارې پرانېزي، که چېرته يې د پرانېستلو توان نه لري، بايد د طالبانو ساحې ته د خوراکي توکو او تېلو د لېږد مخه ونيسي.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام هم ددې پخلى وکړ چې طالبانو د څو پوستو د جوړولو له لارې د کوهستان ارتباطي لارې بندې کړې او د خوراکي توکو د لېږد مخنيوى کوي.

الهام وويل چې دولت بايد ډېر ستر پلان جوړ کړي، څو د کوهستان لاره ژر تر ژره پرانېستل شي او د خلکو انتظار پاى ته ورسوي.

هغه زياته کړه چې طالبان هېڅکله هم نه شي کولى چې د اقتصادي بنديزونو او پر خلکو د فشار له لارې کوهستان ونيسي، ځکه چې دولت د لېږد را لېږدل بيلابېل وسايل او الوتکې لري، هېڅکله به ددې اجازه ورنه کړي چې د دولت وسله وال مخالفين خپلو موخو ته ورسېږي.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه لار يواځې ددولتي مامورنيو پرمخ بنده ده او دعامو خلکو پرمخ خلاصه ده .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.