ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ګيرو کې  ١٦ طالبان وژل شوي

چارواکي: ګيرو کې ١٦ طالبان وژل شوي

author avatar
28 Sep 2016 - 17:52
چارواکي: ګيرو کې  ١٦ طالبان وژل شوي
author avatar
28 Sep 2016 - 17:52

غزني ښار(پژواک،٧تله٩٥): په غزني کې امنيتي چارواکي وايي چې په ګيرو ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې ١٦ طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد سالنګي پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د ګيرو ولسوالۍ په زيارت تپې سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې ددې بريدونو په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون ١٤ وسله  وال طالبان وژل شوي دي.

سالنګي وايي چې د بريدونو پرمهال د وسله والو طالبانو شپږ موټرسايکلونه او درې موټر هم له منځه تللي دي.

 د زيارت تپې يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې جګړه روانه ده.

هغه وويل چې په دې جګړو له درنو وسلو هم کار اخيستل کيږي چې ډيرى وخت ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

ده زياته کړه: (( پرون پر  يوه کور د هاوان مرمۍ ولګېده يو کس په کې  ووژل شو او دوه ماشومان يې ټپيان کړل خو چا يې پوښتنه هم ونه کړه.))

امنيتي چارواکو تر اوسه د ملکي کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو د تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو بريدونو کې ١٦طالبان وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان دي.

دغه راز د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز پژواک ته وويل چې دواړه لوري بايد د جګړې پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته پوره پاملرنه وکړي.

هغه وايي چې د غزني په ډيرو سيمو کې جګړې روانې دي چې له امله يې خلک نه شي کولى خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

هغه دا هم وويل چې د همدې روانو جګړو له امله ګڼ شمېر خلک له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي چې بايد مرستې ورسره وشي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې په غزني کې طالبانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.