اسعد اباد (پژواک، ٧ تله ٩٥): د کونړ ولايت د مرورې او شيګل ولسواليو ترمنځ د ٨٧ ميليونو افغانيو په لګښت ١٤ کيلومتره خامه سړک جوړ شو.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي د دې سړک په پرانيست غونډه کې وويل، پردې سړک څه باندې ٨٧ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې نړيوال بانک ورکړى او د فوايد عامې وزارت ورباندې لګولى دى.
ده زياته کړه، ياد سړک اوس په خامه توګه جوړ شو او وروسته به قير او په اساسي ډول جوړ شي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د دې سړک په ساتنه کې همکاري وکړي.
د دې سړک د جوړېدو يوه انجنير عبدالحميد ماليار، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ١٤ کيلومتر سړک اوه متره سور، ٤٤ لوى او واړه پولګوټي او ٥٢٠ متره د ژغورنې دېوالونه لري.
د هغه په وينا، ياد سړک چې له مرورې ولسوالۍ نه د شيګل ولسوالۍ تر شلطن درې پورې غځېدلى، د دوو کلونو په موده کې جوړ شوى دى.
د مرورې ولسوالۍ د بچي د سيمې يوه اوسېدونکي باچاخان، پژواک ته وويل چې مخکې پر دې سړک زياترو موټرو تګ راتګ نه شواى کولى، خو د چا به چې ډېره اړتيا وه او ناروغان به يې لرل، نو په لوړه بيه به يې ډاډسن موټر په کرايه نيوه.
هغه له دولته وغوښتل چې اوس دې د دې سړک د قير کېدو تابيا وکړي، ترڅو بېرته خراب نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن