ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزی: د امریکا د ړندو بمباریو عاقبت به ښه نه وي

حامد کرزی: د امریکا د ړندو بمباریو عاقبت به ښه نه وي

author avatar
29 Sep 2016 - 15:00
حامد کرزی: د امریکا د ړندو بمباریو عاقبت به ښه نه وي
author avatar
29 Sep 2016 - 15:00

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٥): پخواني ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار ولايت کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې د عامو خلکو وژنه غندلې او زياته کړې یې ده چې د دې ډول بمباريو عاقبت به ښه نه وي.

پرون سهار امريکايي بې پيلو‌ټه الوتکو د ننګرهار د اچين ولسوالۍ پر يوه کور هوايي بريد کې کړى و چې د ځايي چارواکو په وينا، په دغه بريد کې ١٨ د داعش وسله وال او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې په بريد کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.

د پخوانې ولسمشر حامد کرزي له دفتره د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هغه د اچين بمبار پر کلکو ټکو غندلى دى.

حامد کرزی په افغانستان کې پر ملکي تلفاتو اندېښنه څرګندوي او د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د امريکايي پوځيانو د بې پيلوټه الوتکو هغه بريد چې په پايله کې يې يو شمېر ملکي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي پر کلکو ټکو غندي.

هغه زياته کړې، د افغانستان پر كليو او بانډو د دغه راز غير مسوولانه بريدونو او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې عواقب ښه نه بولي او زياتوي چې په هېواد کې ناسم روان حالات دا څرګندوي چې د دغه شان بريدونو او بمباريو له امله د خلکو وژنه او د هغوی د کورونو ويجاړول به په افغانستان کې د خلکو د کلکو غبرګونونو باعث وګرځوي.

بلخوا د ملي محور ټولنې له خوا هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه بريد پر کلکو ټکو غندل شوى دى.

د يادې ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له امريکا سره امنيتي تړون پر دې معنا نه دی چې امريکايان دې د افغانانو په وژلو او پر افغان خاوره د هر ډول عملياتو په برخه کې ازاد لاس ولري.

سرچينې زياته کړې: ((زموږ په اند امنيتي تړون په دې معنا دی چې د ترهګرو پر وړاندې د افغانانو ژوند او امنيت وساتل شي او د افغانستان پر حريم د ترهګريزو بريدونو مخه ونيول شي.))
 

يادې ټولنې پر ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو د امريکې د وروستيو بريدونو پر وړاندې د افغان دولت چوپتيا ژوره اندېښنه ښودلې او زياته کړې یې ده چې دا چوپتيا له افغان ولس سره جدي پوښتنې پيدا کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، که چېرې افغان دولت د خپلو وګړو د ژوند پوښتنه نه شي کولی او د بې تفاوتۍ اوسني چلند ته دوام ورکوي، نو د افغانانو په سترګو کې به د يوه مشروع دولت حيثيت له لاسه ورکړي او د پرديو د لوبو وسيله به يې وګڼي.

سرچينې زياته کړې: ((موږ پر افغان دولت غږ کوو، چې د خپلو وګړو د ژوند ساتنې مسوووليت په بشپړه توګه ترسره کړي او پدې برخه کې د هر راز بې پروايۍ او غفلت پوښتنه بايد وشي او د نړيوالو قوانينو له مخې بايد قربانيانو ته د خسارې تلافي ورکړل شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.