ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: د اچين پېښې څېړنې ته کمېسيون ټاکل شوى

دفاع وزارت: د اچين پېښې څېړنې ته کمېسيون ټاکل شوى

author avatar
29 Sep 2016 - 15:52
دفاع وزارت: د اچين پېښې څېړنې ته کمېسيون ټاکل شوى
author avatar
29 Sep 2016 - 15:52

کابل، جلال اباد (پژواک، ٨ تله ٩٥): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې هوايي بريدونه د افغان او امريکايي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د داعش پر مرکزونو ترسره شوي دي.

پرون سهار امريکايي بې پيلو‌ټه الوتکې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ پر يوه کور هوايي بريد کړى چې د ځايي چارواکو په وينا، په دغه بريد کې ١٨ د داعش وسله وال او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې په بريد کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.

د ملي دفاع وزارت له خوا د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او امريکا د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس تر کره ارزونو وروسته په اچين ولسوالۍ کې د داعش مرکزونه په نښه او له منځه وړل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په يادو بريونو کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دا چې ځينو رسنيو په دغو بريدونو کې د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره کړي، نو د ملي دفاع وزارت په دې اړه يوه کمېسيون ته دنده سپارلې، څو کره څېړنه وکړي.

بلخوا د  ننګرهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اچين ته د استول شوي پلاوي موندنې ښيي چې د تېرې شپې بريد هدف داعش ډله وه چې په ياده سيمه کې د خپل يو همکار د مبارکۍ په بهانه راټول شوي وو.

سرچينې زياته کړې، دغه پلاوي چې پرون ماښام ناوخته يې ننګرهار والي سليم خان کندوزي سره خپلې هر اړخيزه څېړنې شريکولې وويل، په بريد کې د يو مهم قوماندان حمزه او د همدې ډلې د مهم قاضي حاجي محمد په ګډون ۱۸ داعشيان وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپيان دي.

د پلاوي راپور له مخې، د داعش ياد غړي د يوه ځايي استوګن حاجي رييس ته راټول شوي وو چې تازه له حج څخه راستون شوى و او ورباندې تور دی چې داعش ته امکانات برابروي.

سرچينې زياته کړې،  داسې ويل کېږي چې د پېښې پر وخت پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې په دې اړه نورې څېړنې هم روانې دي.

د ننګرهار ولايت مقام ويلي وو چې په ياده پېښه کې ښځو او ماشومانو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عصمت شينواري په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه بريد په اړه د ننګرهار ولايتي ادارې راپور ناسم ياد کړ او دا يې د ولسونو په حق کې لوی تېری وباله.

هغه له پژواک سره د مرکې پر مهال وويل چې د اچين په پېښه کې وژل شوي ټول عام خلک دي او که هر څوک يې په اړه ثبوت غواړي؛ نو دوی حاضر دي چې د هغوی د بې ګناهۍ ثبوت وړاندې کړي.

نوموړي وړاندې وويل: ((که چېرته دا خلک داعش وی؛ نو دوی خو څه له هسکې مېنې راغلي، څه له روداتو نه ، څه له نازيانو نه؛ نو ولې بيا په لاره د هغوی مخه نه ده نيول شوې؟))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.