جلال اباد (پژواک، ۸ تله ۹۵): د ننګرهار د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا مسوولين وايي، هڅې يې پيل کړي چې د ولس او حکومت تر منځ رامنځته شوي واټن ته د پای ټکی کېږدي.
د دغې شورا مشر لعل اغا کاکړ دا څرګندونې د تلې په ۸مه د يادې شورا د مشرتابه د ټاکلو په غونډه کې له پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال وکړې.
دغه شورا چې د ننګرهار د بېلابېلو قومي شوراګانو مجموعه ده، وايي چې د رامنځته کېدو موخه يې د قومونو ترمنځ د يووالي رامنځته کول او د ننګرهار د شته ستونزو لپاره د حل لارو لټول دي.
د دغې شورا په ټاکنو کې لعل اغا کاکړ د رييس، ډاکټر شېر علي د مرستيال او ننګيالی يوسفزی د منشي په توګه وټاکل شول.
د دغې شورا مشر او د جلال اباد پخوانى ښاروال لعل اغا کاکړ وايي، د حکومت او ولس ترمنځ واټن د ولسونو د ستونزو د نه حل له امله رامنځته شوی او د ولس ستونزې د هواري په موخه په سمه توګه تر چارواکو نه دي رسېدلي.
د هغه په وينا، هڅې يې پيل کړي چې چارواکو ته د ولسونو رښتينې ستونزې ورسوي او دې سره د ولس او حکومت ترمنځ واټن پاى ته ورسوي.
د ننګرهار د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا مشر وويل: ((که د ولس ستونزه حل شي او چارواکي د ولس سالمو غوښتنو ته ځواب ووايي؛ نو د ولس او حکومت ترمنځ بل هېڅ مشکل نشته، چې واټن رامنځته کړي.))
د يادې شورا مرستيال ډاکټر شېرعلي له پژواک سره د خبرو پرمهال ژمنه وکړه چې د ولس د ستونزو د حل لپاره په کلکه مبارزه کوي او له کومې شخصي ګټې پرته به د ولس د ستونزو د حل په موخه ګامونه پورته کوي.
بلخوا د ننګرهار د قومونو او قبايلو چارو رييس وجيه الرحمن پژواک ته وويل، ياد رياست د ولسي ستونزو د حل او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن کموالي په خاطر د دا ډول حرکتونو تاييد او ملاتړ کوي.
ده زياته کړه، دا قومي او ولسي حرکتونه کولی شي چې هم د ولس د ستونزو لپاره حل لارې پيدا کړي او هم د حکومت په اړه د ولس د زړه بدوالي ته خاتمه ورکړي.
وجيه الرحمن پر ټولو ولسي شوراګانو او مدني ټولنو غږ وکړ چې د ولس او حکومت ترمنځ د اړيکو جوړېدو په خاطر دې هلې ځلې وکړي او د بېځايه کړنو پر ځای دې د ولسونو ستونزې ختمې کړي.
د يادولو ده چې د ننګرهار د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا شاوخوا دوه کاله وړاندې جوړه شوې وه او په هرو دوو کلونو کې يو ځل د رهبرۍ لپاره ټاکنې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن