مزار شريف ( پژواک، تله ۸مه ٩٥): د بلخ د ولايتي شورا غړى وايي چې له بلخ ولايت څخه د ځوانانو پارلمان ته د غړو په ټاکنه کې درغلي او سليقوي چلند شوی دی.
محمد ابراهېم خير اندېش دغه څرګندونې نن پنجشنبه د تلې په ۸مه، په مزار شريف ښار کې د افغان ځوانانو ټولنې د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.
په ياده غونډه کې لسګونه ځوانانو ګډون کړی و او د دغه قشر پر وړاندې پر پرتو ستونزو يې هم خبرې وکړې.
د بلخ د ولايتي شورا غړي ابراهېم خير اندېش په داسې حال کې چې د بلخ د ځوانانو شورا رييس هم ناست و، نيوکه وکړه چې د ځوانانو پارلمان ته د چارواکو خپل خپلوان لېږل شوي دي.
هغه زياته کړه: (( له بلخ څخه څلور کسه د ځوانانو پارلمان ته لېږل شوي، چې د چارواکو او زورمندانو خپل خپلوان دي.))
خير اندېش همدا راز وويل، د ځوانانو پارلمان ته لېږل شوي ځوانان په يوه قوم پورې تړلي دي او په ټاکنه کې يې هېڅ ډول اصول نه دي مراعات شوي.
خو د بلخ ولايت د ځوانانو شورا مشر عظيم الحق عظيمي په خپلو خبرو کې د خير اندېش څرګندونې د هغه شخصي نظريات وبلل او زياته يې کړه چې دغه کسان د قانوني پروسې له ترسره کولو وروسته د ځوانانو پارلمان ته تللي دي.
نوموړي زياته کړه : (( موږ ټولو مدني ټولنو ته دعوت ورکړ چې په دغه پروسه کې برخه واخلي، چې ډېری ټولنو ګډون په کې کړی و او د يوه مسوول هيئت لخوا دغه پروسه په شفاف ډول ترسره شوه.))
هغه زياته کړه چې تر خپلې وسې يې هڅه کړې چې په دغه پروسه کې د چا حق پايمال نه شي.
د شمال د کوچيانو رييس سيد محمد حريق بيا د خير اندېش د خبرو د تاييد تر څنګ وويل چې له بلخ څخه د ځوانانو پارلمان ته د کسانو په لېږلو کې سليقوي چلند شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ د ځوانانو شورا امريت خپلواک نه دی او په کارونو کې يې لاسوهنې کېږي.
هغه له ځوانانو وغوښتل چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن