ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د  سولې راوستو لپاره هم اراده، هم واک او هم وړتيا لرو

ولسمشر: د سولې راوستو لپاره هم اراده، هم واک او هم وړتيا لرو

author avatar
29 Sep 2016 - 18:39
ولسمشر: د  سولې راوستو لپاره هم اراده، هم واک او هم وړتيا لرو
author avatar
29 Sep 2016 - 18:39

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٥): ولسمشر محمداشرف غنى له ګلبدين حکمتيار سره د سولې هوکړه ليک له لاسليک وروسته وويل، اوس نو حکومت او حزب اسلامي دواړه مسووليت لري، څو روانه جګړه ودروي او افغانستان د بهرنيانو له اختياج څخه  خلاص کړي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه ليک دويم پړاو، نن د ولسمشر محمداشرف غني او حکمتيار له لوري لاسليک شو. د ياد سند د لاسليک مراسم د يو شمېر سياسي شخصيتونو او دولتي چارواکو په شتون کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول.

حکمتيار اوسمهال د نړيوالو بنديزونو له امله کابل ته نه شي راتلى، له همدې امله يادې غونډې ته د ګلبدين ضبط  شوې ويډيو ته وړاندې شوه.

ولسمشر غني له حزب اسلامي سره د هوکړه ليک له لاسليک وروسته وويل: "له دې وروسته زما او حکمتيار صاحب ګډه دنده دا ده، چې جګړه بايد ودريږي او افغانستان د بهرنيو له احتياج وباسو او په خپلو پښو يې ودرو، د جګړې اور د اوسني نوي او ځوان نسل له لوري نه دى بل شوى، بلکې پخوا پيل شوى او د جګړې پاى ته رسول ترټولو په لوى نسل پورې تړلى دى."

هغه زياته کړه، سوله د ټولو افغانانو هيله ده او نن په هېواد کې يوه تاريخي ورځ ده، هيله ده چې ياده ورځ د افغانانو او هېواد لپاره د خير، ثبات، عزت او پرمختګ ورځ وي او که چېرې سوله د ملت غوښتنه نه وى او ملي اجماع او د نړيوالې  ټولنې همکاري نه وى؛ له حزب اسلامي سره هوکړې ته رسېدل سخت کار و.

غني د دې خپرې په څرګندولو سره چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرو اترو لړۍ تېره مياشت هغه مهال چټکه او ځان ته نهايي بڼه غوره کړه، چې په هېواد کې جګړه سخته شوې وه؛ وويل: "د نړۍ په هيڅ بل ځاى کې ريښتونې سوله له قيمت او بيې پرته نه راځي، دا ډول نه کېږي چې ميم زرما ټول زما، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ  کور دى او بايد يو بل ومنو، ما پخوا هم ويلي او اوس هم وايم چې د سولې راوستو لپاره له خپل سره هم تېر يم."

غني وويل، حکومت او حزب اسلامي باور لري او غواړي چې په هېواد کې ټول شته ارزښتونه له سوله ييز سياسي او مدني فعاليتونو له لارې عملي شي او دا هغه اکبرجهاد دى چې نن ورته افغانستان سخته اړتيا لري."

هغه وويل: "موږ د جګړې غوښتونکي نه و او اوس يې هم پر دوام ټينګار نه لرو. زموږ د امنيتي او دفاعي ځواکونو رسالت، د ظالمانه جګړې پر وړاندې له خلکو برحقه دفاع او ملاتړ دى چې پر دوى باندې تپل شوې، موږ له همدې امله په دغو  ځواکونو وياړو او هغوى  خپل ملي نظام درونکى بولو."

خو نوموړي ټينګار وکړ، اوس د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو لپاره دا فرصت دى، چې ايا د ملت سره په څنګ کې له عزتمنې سولې سره لکه څرنګه چې حزب اسلامي  ورسره يوځاى شو، يو ځاى کېږي او د خپل هېواد د سوکالۍ په ټينګښت کې برخه اخلي او يا د خپل ملت پر وړاندې دريږي چې ګټه يې پرديو ته رسيږي.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "موږ وښوده چې د سولې لپاره هم اراده، هم واک او هم وړتيا لرو. د سولې هيڅ کومه لړۍ په اسانه ډول مخ ته نه ځي او د سولې خبرې هر چېرته ستونزې لري، خو چېرته چې غوڅ هوډ شتون ولري، سوله عملي کېږي، په هغه سوله کې چې حزب اسلامي له افغان دولت سره وکړه، دواړو لوريو وښوده، چې په هېواد کې د جګړې اور له منځه وړلو لپاره ريښتوني او صادق دي."

نوموړي د افغانستان له سياسي قشر او نړيوالو همکارانو غوښتنه وکړه، څو له خپلو تجربو څخه په ګټې د افغانستان د سولې په لړۍ کې مرسته وکړي، څو نورو ډلو ته له سولې سره د يو ځاى کېدو لاره هواره شي.

د هېواد ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه وويل، دا د حکومت شريکه دنده ده، چې د خپلو کډوالو د ستونزو هواري لپاره هلې ځلې وکړي، څو د هغوى د ستونزو حل لپاره يوه حل لاره پيدا شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.