ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په کوربه توب له بنګله دېش سره د کرکټ نورې سيالۍ کېږي

د افغانستان په کوربه توب له بنګله دېش سره د کرکټ نورې سيالۍ کېږي

author avatar
30 Sep 2016 - 10:17
د افغانستان په کوربه توب له بنګله دېش سره د کرکټ نورې سيالۍ کېږي
author avatar
30 Sep 2016 - 10:17

کابل ‌(پژواک، ٩ تله ٩٥): په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش  او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ نورې سيالۍ ترسره شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند  فريد هوتک د تلې په ٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس پرون دبنګله دېش په ډهاکې ښار کې ددغه هېواد د کرکټ ادارې له اجراييوي رييس  نظام الدين چوهدري سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، ددې ناستې په ترڅ کې د ددواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو کرکټ سياليو پر ګډو پلانونو خبرې وشوې او د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش او افغان ملي لوبډلو ترمنځ د سياليو نېټې هم د نهايي کېدو پړاو ته ولاړې.

هوتک وايي، چې دغه راز د افغانستان او بنګله دیې لوبډلو ترمنځ د راتلونکو نورو سياليو په اړه هم بحث وشو.

د هغه په وينا، سربېره پردې په دغه ناسته کې د د کرکټ نړيوالې شورا په کلنۍ غونډه کې چې په اکتوبر کې به ترسره شي، د دوهمې درجې غړيتوب لرونکو هېوادونو لخوا د ورکړل شوي پروپوزل  (د دولسو لوبډلو ترمنځ د ټيسټ او ديارلسو لوبډلو ترمنځ د نړيوالو يو ورځنيو سياليو وړانديز) په برخه کې هم د بنګله دېش د ملاتړ په اړه تفصيلي خبرې وشوې .

سرچينه وايي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ اجراييوي  رييس په دغه برخه کې خپل افغان سيالي د ملاتړ ژمنه وکړه .

د کرکټ بورډ وياند دغه راز وويل، چې په دې ناسته کې د بنګله دېش په ملي شل اووريزو سياليو (بي پي ايل) کې د افغان لوبغاړو پر ګډون هم خبر وشوې او امکان شته، چې تر پنځو پورې افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.