کابل (پژواک، ٩ تله ٩٥): په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ نورې سيالۍ ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس پرون دبنګله دېش په ډهاکې ښار کې ددغه هېواد د کرکټ ادارې له اجراييوي رييس نظام الدين چوهدري سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، ددې ناستې په ترڅ کې د ددواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو کرکټ سياليو پر ګډو پلانونو خبرې وشوې او د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش او افغان ملي لوبډلو ترمنځ د سياليو نېټې هم د نهايي کېدو پړاو ته ولاړې.
هوتک وايي، چې دغه راز د افغانستان او بنګله دیې لوبډلو ترمنځ د راتلونکو نورو سياليو په اړه هم بحث وشو.
د هغه په وينا، سربېره پردې په دغه ناسته کې د د کرکټ نړيوالې شورا په کلنۍ غونډه کې چې په اکتوبر کې به ترسره شي، د دوهمې درجې غړيتوب لرونکو هېوادونو لخوا د ورکړل شوي پروپوزل (د دولسو لوبډلو ترمنځ د ټيسټ او ديارلسو لوبډلو ترمنځ د نړيوالو يو ورځنيو سياليو وړانديز) په برخه کې هم د بنګله دېش د ملاتړ په اړه تفصيلي خبرې وشوې .
سرچينه وايي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ اجراييوي رييس په دغه برخه کې خپل افغان سيالي د ملاتړ ژمنه وکړه .
د کرکټ بورډ وياند دغه راز وويل، چې په دې ناسته کې د بنګله دېش په ملي شل اووريزو سياليو (بي پي ايل) کې د افغان لوبغاړو پر ګډون هم خبر وشوې او امکان شته، چې تر پنځو پورې افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن