ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند هوايي بريدونو کې ٢٥ وسله وال وژل شوي

د هلمند هوايي بريدونو کې ٢٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
30 Sep 2016 - 14:23
د هلمند هوايي بريدونو کې ٢٥ وسله وال وژل شوي
author avatar
30 Sep 2016 - 14:23

لښکرګاه (پژواک، ٩ تله ٩٥): چارواکي وايي، چې په هلمند ولايت کې د بېلا بېلو هوايي بريدونو په ترڅ کې ٢٥ وسله وال وژل شوي دي.

د هلمند ولايت مقام لخوا د تلې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تېره شپه د لښکرګاه ښار اړونده د د باباجې په لويه هديره  سيمه کې دولتي ځواکونو هوايي بريد کړى، چې په ترڅ کې د عمري په نامه  يوه طالب قوماندان له خپلو ١٢ ملګرو سره وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، دغه راز د نادعلي ولسوالۍ په خوشال کلي کې هم امنيتي ځواکونو هوايي بريد کړی، چې په ترڅ کې ۱۲ مخالفين وژل شوي او ۵ نور يې ټپیان شوي دي.

سرچينې ويلي، په همدې حال کې د نادعلي ولسوالۍ په «ګروپ ۶» سيمه کې امنيتي ځواکونو د هوايي ځواک پرمټ د دښمن يو موټر او دهشکه ويجاړ کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په يوه جلا بريد کې چې د مارجې ولسوالۍ په «تريخ ناور» سيمه کې ترسره شوى، امنيتي ځواکونو د  وسلوالو مخالفينو يو زيکويک او يو موټر له منځه وړي دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ياده ادعا رد کړې ، خو دوى هم د هلمند په بېلا بېلو سيمو کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعاوې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.