ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق: جهادي مشران دې خپل غله له ملي مشرانو سره نه برابروي

جنرال رازق: جهادي مشران دې خپل غله له ملي مشرانو سره نه برابروي

author avatar
1 Oct 2016 - 14:20
جنرال رازق: جهادي مشران دې خپل غله له ملي مشرانو سره نه برابروي
author avatar
1 Oct 2016 - 14:20

کندهار (پژواک، ١٠ تله ٩٥): د کندهار امنيه قوماندان د جمعيت اسلامي د مشر برهان الدين رباني د پنځم تلين په غونډه کې د يو شمېر جهادي مشرانو د څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.

دغه غونډه تېره ورځ د تلې په ٩مه په کابل کې جوړه شوې وه.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق نن (د تلې ١٠مه) له رسنيو سره په مرکه کې وويل، جهادي مشران دې خپل غله د دغه هېواد له پخوانيو ملي مشرانو سره نه برابروي او په دې توګه دې د هغوى سپکاوى نه کوي.

دغه راز نوموړي په دې غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته شوى سپکاوى هم پر سختو ټکو وغانده خو هغه يې هم پړ وګاڼه چې دغه خلک يې تر دغه حالته را ورسول.

جنرال عبدالرازق زياته کړه: ((زه له استاد سياف او نورو هغو چې ځانونه جهادي مشران ګڼي، غوښتنه کوم چې خپل غله دې د دغه هېواد له پخوانيو ملي مشرانو سره نه برابروي، غازي امان الله خان دا هېواد له بهرني استعماره خلاص کړى، احمدشاه بابا او ميرويس نيکه د دغه هېواد جوړوونکي وو او لومړنۍ خښته يې هم دوى ايښې ده.))

د تېرې ورځې په غونډه کې جهادي مشر استاد سياف له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې يو شمېر مډالونه دې د مجاهدينو په نوم ونوموي.

خو جنرال رازق وويل، ايا دوى غواړي چې دولتي مډالونه دې د زرداد، قلم، توپان او نورو هغو په نومونونو ونومول شي چا چې د جهاد په نوم جنايتونه کړي؟

د ده په خبره، غازي امان الله خان، وزير محمداکبر خان، مير مسجدي خان او لسګونه نور ملي مشران بايد د پنځو ورځو له نا اهله کسانو سره برابر نه شي.

هغه دا هم وويل چې دغه مشران دې ولس د جهاد او مقاومت په نومونو نه وېروي، جهاد ټول ملت کړى، ځکه د هغوى اولادونه په کې وژل شوي، خو هغه چې د جهاد او مقاومت چيغې وهي، نه يې اولادونه وژل شوي او نه يې د کورنۍ غړي.

ده زياته کړه: ((که خبره د جهاد وي، نو بيا خو ملا دادالله ښه مجاهد و چې په دې لاره کې يې خپلې پښې له لاسه ورکړې وې، ملا عمر ښه مجاهد و چې دلته يې نه ځمکې او نه جايداد شته، هغه چې د جهاد او مقاومت شعار ورکوي، په زرګونو جریبه ځمکې يې لاندې کړې دي، په لسګونو ماڼۍ يې جوړې کړې دي، ايا دوى د چور او چپاول لپاره جهاد کړى و؟))

دى وايي، همدا خلکو پرون له امريکا، برېتانيې، سعودي او نورو هېوادونو پيسې اخيستې او ويل يې چې روسانو هېواد اشغال کړى، خو نن يې له روسيې، چين او نورو اخلي او وايي امريکا هېواد اشغال کړى دى.

جنرال رازق زياته کړې: ((که خبره د جهاد وي، نو بيا خو ملا عمر تر ټولو ښه مجاهد و چې دا هېواد يې د دوى له شره خلاص کړ، دا هېواد يې له ملک الطوايفي خلاص کړ چې په هره سيمه کې څو څو حکومتونه وو، هغه مهال زه هم د شر او فساد په همدې اداره کې وم، خو اوس پښېمانه يم او وايم چې ما بد کار کړى دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.