ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جګړه ځپلي ماشومان او ښځې په جوزجان کې خښتې وهي

جګړه ځپلي ماشومان او ښځې په جوزجان کې خښتې وهي

author avatar
1 Oct 2016 - 17:48
جګړه ځپلي ماشومان او ښځې په جوزجان کې خښتې وهي
author avatar
1 Oct 2016 - 17:48

شبرغان(پژواک، ١٠ تله ٩٥): د جوزجان ولايت د جګړو نه يو شمېر زيانمنې ښځې او ماشومان چې د بېوزلۍ له امله د خپلو نارينه وو ترڅنګ په خښتو وهلو بوخت دي، وايي چې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره اړ شوي چې سخت او درانه کارونه وکړي.

دغه لسګونه ښځې چې له خپلو کورنيو سره يې د سرپل، فارياب او جوزجان له نا امنيو ولسواليو نه د جګړې د دوام په سبب شبرغان ته پناه راوړې، وايي چې زياتې بېوزلۍ اړ کړي چې د خپلو نارينه وو سره يو ځاى خښتې ووهي.

څلوېښت کلنه صابره چې د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په وروستيو جګړو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړو کې کونډه شوې، وايي چې اوسمهال يې مور او ورور د شبرغان ښار چهلمرد کلي ته راغلي او خښتې وهي، هغه وايي:(( دوه اولادونه لرم، دواړه خښتو وهلو کې راسره مرسته کوي، له ډېرو ستونزو مو شبرغان ته پناه راوړې او د ناچارۍ په سبب د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره خښتې وهو.))

مېرمن صابرې وويل:(( زه او ماشومان مې د ورځې زر خښتې وهو او پنځه سوه افغانۍ مزدوري اخلو.))

زرمينه بله مېرمن ده چې له خپل خاوند سره خښتې وهي، هغه وايي:((په ژمي کې کاروبار نه لرو، اړ يو چې د ژوند د ستونزو د حل لپاره له خپل صاحب کار نه پيسې پور کړو او په اوړي کې د خښتو وهلو په بدل کې پيسې پور کړو.))

زرمينه وايي، اړ ده چې د خپل خاوند تر څنګ کار وکړي او خپل ژوند مخته يوسي.

دغه مېرمن وايي چې له خښتو وهلو نه هره ورځ پنځه سوه افغانۍ تر لاسه کوي او تر يوې کچې پرې د خپلې اووه کسيزې کورنۍ ستونزې پوره کوي.

د زرمينې تر څنګ ځينې کوچني ماشومان هم په خښتو وهلو بوخت دي.

ديارلس کلن يادګار چې په سرپل کې د جګړې په سبب له خپلې کورنۍ سره شبرغان ته تللى او هلته خښتې وهي، وايي چې ښوونځى يې خوشې کړى او اړ دى چې د کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره له دې لارې مرسته وکړي.

نوموړى چې د پنځو خښتو لرونکى قالب  د خښتو وهلو تر ځايه په سختۍ سره لېږدوي، زياتوي:((غوښتل مې چې راتلونکي کې انجنير شم، خو اقتصادي ستونزو له ښوونځي محروم کړم، سهار وخته پاڅېږم او خښتو وهلو ته خټه خيشتوم، مازديګر چې ګرمي کمه شي، نو له خپل پلار سره خښتې وهم.))

دغه ماشوم هيله لري چې د ژوند له ستونزو خلاص شي او ښوونځي ته مخه کړي.

د احصايو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا دوه ميليونه ماشومان درانه کارونه کوي، سره له دې چې افغان حکومت په بيا بيا د کارګرو ماشومانولپاره د ستراتيژي او پروګرامونو د تدوين خبر ورکړى، خو تر اوسه پورې دغه ستونزه پر ځاى پاتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.