ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د پوهنې بهیر د بېځایه لاسوهنو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی

author avatar
1 Oct 2016 - 15:11
author avatar
1 Oct 2016 - 15:11

لښکرګاه (پژواک، ١٠ تله ٩٥): د هلمند چارواکي وايي چې يو شمېر حکومتي چارواکي د دغه ولايت د پوهنې په بهير کې لاسوهنې کوي چې له امله يې دغه بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دى او زرګونو زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

د هلمند والي حيات الله حيات د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، پرته له دې چې د کسانو کاري وړتيا او تجربه په نظر ونيول شي، د پوهنې وزارت له لوري د ګومارنۍ مکتوب ورکول کېږي.

ده زياته کړه: ((د هلمند د پوهنې رياست د لوړو پوستونو لپاره دغو کسانو ته مکتوبونه ورکول کېږي، په تېرو څلورو مياشتو کې مې ١٣ مکتوبونه بېرته وزارت ته مسترد کړي دي.))

هغه وويل چې د حکومتي چارواکو دغه ډول بې غوري او لاسوهنو د هلمند د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ کړى دى.

حيات وايي: ((همدې مکتبونو په رياست کې لوى جنجالونه جوړ کړي دي، ټول په دې جنجالونو کې مصروفه دي او دې کار درسې بهير له ستونزو سره مخ کړى دى.))

والي وايي چې په دغه ولايت کې د پوهنې بهير اوسمهال له صفر سره برابر دى خو د اصلاحاتو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

حيات د هلمند د پوهنې په بهير کې د لاسوهونکو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل خو زياته يې کړه: ((هر وکیل او قومي مشر ته احترام لرم، خو دا حق هم چا ته نه ورکوو چې څوکۍ ځان ته میراثي وګرځوي او په ټیکه يې نیسي.))

خو د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم اتل بيا پژواک ته وويل چې ولايتي مسوولين د اړيکو پر اساس د ځينو کسانو د ګومارنې لپاره وزارت ته وړانديزونه کوي.

ده وويل چې ولايتي شورا له والي سره يو ځاى هڅې پيل کړې تر څو د يادې ستونزې مخه ونيسي.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي وويل: ((د ولسي جرګې غړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځينو کسانو د مقررۍ لپاره پر وزير فشار راوړي.))

دغه راز د هلمند ولايت د پوهنې رياست يو مدير د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست د چارواکو تر منځ اوس هم د څوکيو پر سر شخړې روانې دي.

ده وويل: ((يو شمېر کسان په تکراري ډول يو د بل پر سر مکتوب راوړي او هغه بل کس ته ځواب ورکوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.