ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د لسو روغتيايي پروژو کار پيل شو

ننګرهار کې د لسو روغتيايي پروژو کار پيل شو

author avatar
1 Oct 2016 - 18:08
ننګرهار کې د لسو روغتيايي پروژو کار پيل شو
author avatar
1 Oct 2016 - 18:08

جلال اباد (پژواک، ۱۰ تله ۹۵) : په ننګرهار کې د سعودي عربستان، هندوستان او افغان حکومت د ۷ اعشاره ۵ ميليونه ډالرو په  لګښت د  لس  روغتيايي پروژو چارې پيل شوې.

د يادو پروژو پرانېسته د تلې په لسمه د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې په افغانستان کې د عربستان د سفير، په ننګرهار کې د هندوستان کونسلر او د افغانستان د عامې روغتيا وزير لخوا وشوه.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز وويل  چې په دغو پروژو کې د فاطمة الزهرا روغتون او نرسنګ انسټيټيوټ د ودانيو جوړولو چارې د سعودي عربستان د ۵ ميليونه ډالرو په مالي لګښت ترسره کيږي.

هغه زياته کړه  چې په يادو پروژو کې د جلال اباد حوزوي روغتون په انګړ کې د ښځو واټ لپاره د يوې نوې ودانۍ او اچين ولسوالۍ کې د روغتيايي کلينيک چارې او ځينې نورې وړې پروژې هم شاملې دي، چې د هندوستان د څه باندې يو ميليون ډالرو په مالي لګښت به ورغول شي.

د عامې روغتيا وزير وويل چې په يادو لسو پروژو کې د ننګرهار په شيرزادو او حصارک ولسواليو کې د دوو پنځوس بستريزو کلينيکونو جوړېدل هم شامل دي چې پر هر يوه يې د افغان حکومت ۶۰۰ زره ډالر لګښت راځي.

بلخوا په افغانستان کې د سعودي عربستان سفير مسفر بن عبدالرحن آل غاصب د يادو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې وويل  چې هيواد يې افغانستان سره د دوامدارو مرستو لپاره ژمن دی.

هغه زياته کړه: (( د سعودي حکومت په خپلو کاري تګلارو کې دوه مهم فکتورونه لري، چې يو د حرمينو شريفينو خدمت او بل د امت مسلمه خدمت دی، چې افغانستان هم د مسلمانانو ټولنو يو جز دی او موږ به ورسره تل خپلې مرستې جاري ساتو.))

د سعودي سفير ډاډ ورکړ چې د عربستان پاچا او وليعهد له افغانستان سره مرستو ته ليواله دي او دلته د هرې پروژې څخه خپله څارنه کوي.

دغه راز په ننګرهار کې د هند کونسلر دهندار سنګ وويل، چې هيواد يې نه يواځې د روغتيا ، بلکې په بېلابېلو ډګرونو کې له افغانستان سره مرستو ته چمتو دی او دغه ډول مرستې يې له افغانستان سره د هند د تل پاتې دوستۍ بېلګې يادې کړې.

هغه زياته کړه: ((د دغو پروژو د ښه تطبيق تر څنګ به هڅه وکړم، چې په ننګرهار کې د هند د مرستو د دوامداره ساتلو په لړ کې نورې بېلابېلې رغنيزي پروژې هم پلې کړم.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د سعودي عربستان او هندوستان د حکومتونو له دغو مرستو څخه  د مننې ترڅنګ وويل، چې ننګرهار د روغتيا په برخه کې ډېر مشکلات لري او دا ډول پروژې به وکولی شي چې يادو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

کندوزي وويل، هڅې يې پيل کړي چې په دغه ولايت کې د روغتيا سکتور د  پرمختګ لپاره د نورو بېلابېلو هيوادونو د مرستندويه ټولنومرستې هم جلب کړي تر څو په ننګرهار کې د  روغتيا د برخې مشکلات ختم شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.