ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

هلمند کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

author avatar
1 Oct 2016 - 15:45
هلمند کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو
author avatar
1 Oct 2016 - 15:45

لښکرګاه (پژواک، ١٠ تله ٩٥): ملي امنيت وايي چې په هلمند کې يې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده ژغورلۍ او د دې تښتونې په تړاو يې څلور کسان هم نيول شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې څه موده وړاندې انسان تښتوونکو د لښکرګاه ښار له صافيانو سيمې يو ماشوم تښتولى و او د خوشې کولو په بدل کې یې د پيسو غوښتنه کړې وه.

د سرچينې په وينا، د ملي امنيت ځواکونو ياد ماشوم د یادو انسان تښتوونکو له منګلو وژغوره او خپلې کورنۍ ته يې وسپاره.

د خبرپاڼې په حواله د ياد ماشوم د تښتونې په تور څلور تنه هم نيول شوي دي.

دغه راز په همدې اعلاميه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د لښکرګاه ښار له مربوطاتو د وسله والو مخالفينو د وسلو او مهماتو يو پټنځاى کشف او ترلاسه کړى دى.

سرچينه وايي چې له دغه پټنځاى څخه  یو میل بم اچوونکې وسله له ۲۵ مرمیو سره،  ۸۸ د راکت مرمۍ، دوه لاسي بمونه، یو ریموت کنترول ماین، دوه مخابرې او د سپکو وسلو په زرګونو مرمۍ کشف او ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.