کندهار (پژواک، ١٠ تله ٩٥): په کندهار او زابل ولايتونو کې د پخوانی ولسمشر په ملاتړ او هغه ته د شوي سپکاوي په غبرګون کې احتجاجي غونډې او لاريونونه وشول.
په دغو غونډو او لاريونونو کې سلګونو ځوانانو، قومي مشرانو، مدنی فعالانو او نورو ګډون کړی وو.
د کندهار يوه مدني فعال محمد ناصر مبارز وويل، حامد کررزی د هېواد د پخواني ولسمشر او اوس د ملي مشر په توګه د درنښت وړ شخص دی چې سپکاوی يې په هيڅ توګه د منلو وړ نه دی.
هغه د جمعې په ورځ د استاد رباني په تلين غونډه کې حامد کرزي ته شوی سپکاوی د پرديو دسيسه وګڼله او په سختو ټکو يې وغندله.
نوموړي له جمعيت اسلامي ګوند څخه وغوښتل چې له حامد کرزي او ولس څخه بښنه وغواړي.
د غونډې يوه بل برخه وال احمد شاه سايل پژواک خبري اژانس ته وويل، د پرديو دا ډول دسيسې نه شي کولای افغان مشران له صحنې وباسي، بلکې نور هم د خلکو په زړونو کې ځای پيدا کوي.
ده غوښتنه وکړه چې حامد کرزي ته د شوي سپکاوی عاملين بايد مجازات شي.
د دې تر څنګ په زابل کې هم سلګونو کسانو چې د ولايتي شورا غړي او قومی مشران هم په کې شامل ووحامد کرزي ته د شوي سپکاوي په غبرګون کې لاريون وکړ.
هغوی هم د دې چلند د عاملينو مجازات وغوښت او د دغه راز پېښو د نه تکرار غوښتنه يې وکړه.
ديادونې ده چې د کندهار امنيه قوماندان هم د دې پېښې په تړاو توند غبرګون وښود او د جهادي مشرانو څرګندونې يې وغندلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن