جلال اباد (پژواک، ١٠ تله ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن شاوخوا يوه بجه او پنځلس دقيقې د بهسودو ولسوالۍ اړوند کامې پله ته څېرمه د ملي اردو د جلب او جذب پر رينجر موټر شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپیان شوي چې د درملنې په موخه عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي.
د جلال اباد د حوزوي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته دوه سرتېري او يو ملکي وګړى په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن