ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي استعفا وکړه

د ننګرهار والي استعفا وکړه

author avatar
2 Oct 2016 - 15:53
د ننګرهار والي استعفا وکړه
author avatar
2 Oct 2016 - 15:53

جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۹۵): د ننګرهار والي سليم خان کندوزي نن د يوې لويې غونډې پر مهال له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړي د تلې په ۱۱مه د ننګرهار د سلګونه قومي مشرانو، ديني علماوو، دولتي چارواکو، ښځو او ځوانانو يوې سترې غونډې ته وويل چې د ننګرهار د والي په توګه نور خپله دنده سر ته نه شي رسولی او شخصي ستونزو اړ کړی چې استعفا وکړي.

هغه دغه راز وويل، د ننګرهار خلکو ترې ډېرې غوښتنې درلودې چې په بېلابېلو برخو کې يې غوښتنو ته ځواب هم ويل شوی؛ خو هغه شان چې د ولس غوښتنه وه، دی نه دی توانېدلی چې کار وکړي.

د کندوزي په وينا، په ولايتونو کې د کار لپاره اړينه ده چې په مرکزي حکومت کې قوي ملاتړ ولرې، څو مرستې درته جلب کړي چې په خبره يې ده داسې څوک او يا ډله نه درلوده.

سليم خان کندوزي که څه هم په ښکاره د ملي يووالي حکومت له ننګرهار سره د مور او مېرې پر چلند تورن نه کړ خو ټینګار يې وکړ چې غوښتنې يې نه دي منل شوې.

د والي د استعفا تر اعلان وروسته په غونډه کې هغه مهال ګډوډي جوړه شوه چې د شريفې احمدزۍ په نوم يوې مېرمن د خبرو دريځ ته ولاړه او هلته يې له والي غوښتنه وکړه چې له استعفا تېر شي.

نوموړې وويل، تر هغه وخته چې والي خپله استعفا نه وي اخيستې ورسره شاوخوا لس زره ښځې شته، چې ټولې به د ولايت مخې ته د اعتراض خېمې ووهي.

تر دې وروسته د خوږياڼو قومي مشر او په ننګرهار کې د سولې د ولايتي کمېټې مشر حاجي ملک نظير د دریځ خوا ته ورغی او له والي يې د خلکو په استازۍ غوښتنه وکړه چې له خپلې استعفا لاس پر سر شي.

د ملک نظير په وينا، که د والي استعفا د څو اوونۍ وړاندې هغو اعتراضونو په اړه وي چې يو شمېر کسانو په کې د والي د استعفا غوښتنه کړې وه؛ نو دا هېڅکله د ټول ولس غوښتنه نه ده او والي بايد دا کار ونه کړي.

خو د ښېوې ولسوالۍ قومي مشر نوراغا ملکزي په قهرېدلي انداز وويل چې د ننګرهار خلک به تر هغه وخت والي ته له ولايته د تګ اجازه ورنه کړي، څو چې يې د استعفا علت نه وي روښانه شوی.

ده پر والي نيوکه وکړه چې پر خپلې استعفا قانون تر پښو لاندې کوي، ځکه د ولسمشر په امر راغلی او بايد د هغه تر امره انتظار وکړي.

دغه راز د بهسودو ولسوالۍ د عربانو د قومي شورا استازو، د علماوو شورا استازو، د مومندو او شينوارو د ګډې شورا استازو، د ځوانانو استازو او يو شمېر نورو ويناوالو هم له والي غوښتنې درلودې، چې د خپلې استعفا د علت تر معلومېدو دې له ولايته نه وځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.