تالقان،پل علم(پژواک،١٢تله٩٥): د تخار د ينګي کلا ولسوالۍ په يوه جومات کې د امنيتي ځواکونو د بريد له امله ۶ کسان ټپيان شوي او په لوګر کې چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.
د تخار امنيتي چارواکي وايي چې ټپي شوي کسان طالبان دي، خو ځايي اوسېدونکي بيا وايي چې دا کسان عام وګړي او لمونځ کوونکي دي.
د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نور محمد حکيمي د تلې په١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر مازيګر امنيتي ځواکونه د ينګي کلا له زاړه ښار څخه د تېرېدو پر مهال د طالبانو له کمين سره مخ شول.
حکيمي وايي چې په دغه نښته کې دوه طالبان ټپيان شوي او د نورو په اړه تر اوسه معلومات نه لري.
قوماندان وايي چې په سيمه کې د طالبانو دوه موټر سايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په ورته وخت کې بيا د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه نښته کې دوه طالبان وژل شوي او د طالبانو دوه مهم قوماندانان ټپيان شوي دي.
په خبر پاڼه کې د دغو قوماندانانو نومونه مولوي بصير او قاري امين ياد شوي دي.
خو د زاړه ښار يوه اوسېدونکي رازمحمد پژواک ته وويل چې طالبان د ينګي کلا د زاړه ښار په جومات کې د سيمې له اوسېدونکو سره پر لمانځه درېدلي وو چې د امنيتي ځواکونو له لوري پرې بريد وشو.
نوموړی وايي: (( يو ټانک راغی او پر جومات يې ډزې پيل کړې، د جومات ټولې ښيښې ماتې شوې او په ديوالونو يې مرمۍ ولګېدې.))
دی وايي چې په دغه پېښه کې درې ماشومان، د جومات ملا امام او دوه نور لمونځ کوونکي ټپيان شول.
خو د تخار امنيه قوماندان وايي چې په دې اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.
دغه راز د يوبل خبر له مخې، د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې په څرخ ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن