کابل(پژواک، ۱۲ تله ۹۵): د امريکا په څه باندې شل ميليون ډالره مرستې، د سالنګ تونل او شاوخوا کورونو لپاره ۲۲۰ کيلو ولټ امپير وړتيا لرونکى برېښنا کوټ او ۲۰ کيلو ولټه شبکه جوړيږي.
د دې پروژې تړون نن کابل کې د افغانستان د برېښنا شرکت او د "اسلول او عمران هولډنګ ګروپ " د دوو ګډو نړيوالو کمپنيو تر منځ لاسليک شو.
د سالنګ تونل چې ٢٧٠٠ متره اوږدوالى لري، د افغانستان پلازمېنه د پروان ولايت له لارې له شمالي ولايتونو سره نښلوي.
د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د سالنګ لپاره په جوړېدونکي برېښنا کوټ کې به دوه ترانسفارمرونه چې د هر يوه ظرفيت به دوه مېګاواټه وي، ولګول شي.
د افغانستان برېښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري د تړون د لاسليک په مراسمو کې وويل:"دغه تړون ډېر ارزښتمند دى چې د سالنګ په ګډون د هغه تر څنګ کورونه به هم روښانه او د سالنګيانو ستونزې به هوارې کړي."
د هغه په وينا، ياد برېښناکوټ به د دوو نيموکلونو په موده کې تکميل شي او لګښت يې چې څه باندې شل ميليونه او پنځه سوه زره امريکايي ډالر کېږي، د امريکا متحده ايالتونو نړيواله پراختيايي اداره (USAID) ورکوي.
د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي چې دا مهال د سالنګ تونل ته څېرمه کورونه نشته خو که هلته کورونه او هوټلونه جوړ شي نو برېښنا به ورکړل شي.
د فوايد عامې وزارت د حفظ او مراقبت مرستيال عبدالرحمن صالحي د دې پروژې پر پيل خوښي وښوده او ويې ويل چې تر اوسه د سالنګ تونل د روښانه کولو او حفظ او مراقبت لپاره له ډيزلي برېښنا کار اخيستل کېږي او د ياد وزارت د حفظ او مراقبت اړوند ۳۰ سلنه پراختيايي بوديجه پر دې برخه لګول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن