ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې د غوراوي کمېټې د کار  د پيل هرکلى وکړ

د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې د غوراوي کمېټې د کار د پيل هرکلى وکړ

author avatar
3 Oct 2016 - 16:13
د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې د غوراوي کمېټې د کار  د پيل هرکلى وکړ
author avatar
3 Oct 2016 - 16:13

 کابل (پژواک،١٢ تله ٩٥): د افغانستان  مدني ټولنې ګډې کاري ډلې د ټاکنيزو کمېسيونونو د غوراوي کمېټې د کار د پيل هرکلى وکړ او يادو کمېسيونونو کې د مسلکي او بې پرې کسانو د ګومارنې غوښتنه يې وکړه.

د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې غړي خليل رووفي نن په کابل کې يوې خبري ناسته کې وويل چې دا ډله له حکومت او سياسي ډلو څخه غواړي چې د غوراوي کمېټې په چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.

 نوموړي زياته کړه چې ددې کمېټې غړي بايد په پوره خپلواکۍ سره کار وکړي او بايد تر هېڅ راز فشار لاندې را نه شي.

رووفي وويل:" د مدني ټولنې ګډې کارې ډلې، غوراوي کمېټه کې د مدني ټولنې له استازو څخه ژمنه تر لاسه کړې ده، څو د منل شوو اصولو او معيارونو پر بنسټ او د اساسي قانون په رڼا کې عمل وکړي."

 د کاري ډلې ياد غړي يادونه وکړه چې د غوراوي کمېټه دې د روڼتيا اصل په پام کې ونيسي او په دې برخه کې د يو ميکانيزم جوړولو ترڅنګ، د ټاکنو کمېسيون  او شکايتونو کمېسيون ته دې  د نوماندو کسانو لېست چمتو کړي.

سربېره پر دې، د هغه په خبره اړينه ده څو نوماندان د خپلې کاري مخينې، ټاکنو کې د مسلکي وړتيا، سياسي ډلو او سياست والو سره د هغوى نه تړاو او د جنسيت برابري اصل په پام کې نيولو سره  خلکو ته  معلومات ورکړي.

 ددې ډلې بل غړي عبدالله احمدي وويل چې ياده کمېټه کې د مدني ټولنې دريېو استازو شتون  به ددې لامل شي څو خلک د دواړو کمېسيونونو روڼتيا او بې پرېتوب په تړاو هيله من شي.

نوموړي همداراز د يادې کمېټې پر کار د رسنيواو مدني ټولنو څار مهم و ګاڼه او د پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.

 د احمدي په وينا، د افغانستان مدني ټولنې ګډه کاري ډله د مدني ټولنې بنسټونو پر وړاندې تر ټولو ستره د پرېکړې کولو مرجع ده او هوډ لري چې د غوراوي کمېټې کاري بهير په کلکه توګه وڅاري.

ټاکل شوې ده چې د غوراوي کمېټه د نوماندانو له تحصيلي اسنادو او کاري مخينې ارزونې څخه وروسته، ټاکنو کمېسيون کې د غړيتوب لپاره ٢١ کسان او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کې د غړيتوب لپاره ١٥ کسان جمهور رييس ته معرفي کړي او ولسمشر ددې کسانو له ډلې څخه اوه کسان ټاکنو کمېسيون او پنځه نور د شکايتونو کمېسيون ته وټاکي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.