ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند خانشین ولسوالۍ هم د دولت له کنټروله وتلې

د هلمند خانشین ولسوالۍ هم د دولت له کنټروله وتلې

author avatar
4 Oct 2016 - 13:40
د هلمند خانشین ولسوالۍ هم د دولت له کنټروله وتلې
author avatar
4 Oct 2016 - 13:40

لښکرګاه (پژواک، ١٣ تله ٩٥): وسله والو طالبانو د هلمند خانشين ولسوالۍ هم تر خپلې ولکې لاندې راوسته، بلخوا په مرکز لښکرګاه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه شوې ده.

د خانشين ولسوالۍ يوې حکومتي سرچينې د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((بېګاه سخته جګړه وشوه، ټول امنيتي ځواکونه وتلي دي، ولسوالۍ طالبانو نيولې ده خو تلفات نه لري.))

دغه راز په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي هاشم الکوزي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه خانشين ولسوالۍ نيولې ده.

هغه وايي چې له ګرمسېر ولسوالۍ څخه هم پوليس پر شا شوي، خو د بګت په سيمه کې جکړه روانه ده.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پژواک ته وويل چې خانشين ولسوالۍ تر اوسه سقوط نه دی کړی خو سخته جګړه په کې روانه ده.

هغه وايي: ((زموږ اړيکې هلته نه ټينګېږي خو ولسوالۍ سقوط نه دى کړى او جګړه روانه ده.))

دغه راز ځواک وويل چې تېره شپه د لښکرګاه ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جگړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې په ګوته نه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.