ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمس: د کورنيو سيلانيانو شمېر ډېر شوی

شمس: د کورنيو سيلانيانو شمېر ډېر شوی

author avatar
4 Oct 2016 - 13:32
شمس: د کورنيو سيلانيانو شمېر ډېر شوی
author avatar
4 Oct 2016 - 13:32

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٥): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې هېواد ته د بهرنيو سيلانيانو راتګ کم شوى، خو د کورنيو سيلانيانو شمېر ډېر شوی دی.

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال زردشت شمس په کابل کې د ګرځندوى د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې چې د کابل په بابر بڼ کې جوړ شوي وو.

شمس زياته کړه چې ګرځندوى د نړۍ د اقتصاد ١٠ سلنه تشکيلوي او هر کال ١،٢ ميليارده خلک د نړۍ بېلابېلو برخو ته د سياحت لپاره ورځي.

د نوموړي په وينا، پخوا هر کال ٢٠٠ زره سيلانيان افغانستان ته راتلل، خو د تېرو څو لسيزو جګړو له امله دا شمېر اوس ډېر کم شوی دی.

خو شمس وويل، چې د دې په پرتله په هېواد کې دننه د کورنيو سيلانيانو شمېر زيات شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال د باميان ولايت له بند امير  څخه ١٦٠ زره، د کابل له بابر بڼ نه ٧٧٠ زره کسانو ليدنه کړې ده.

هغه زياتوي چې دغه راز د هېواد نورو سيمو ته هم لسګونه زره هېوادوالو سفرونه کړي او له ښکلو او تاريخي سيمو څخه يې ليدنې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال وويل چې په هېواد کې ګرځندوى او سياحت ته د ودې ورکولو په موخه دوى يو پلان ترتيب کړى دى.

د زردشت شمس په وينا، د دغه پلان له مخې به لومړى نږدې او ګاونډيو هېوادونو او بيا لرې هېوادونو سيلانيانو ته بلنې ورکوي او ورته هر ډول اسانتياوې برابروي.

هغه زياتوي چې وزارت يې په نږدې راتلونکي کې د ګرځندوى د پرمختګ بورډ رامنځته کوي او دغه راز د پوهنې وزارت په همکارۍ يې د ګرځنډوى نيمه انسټيټيوټ جوړ کړى چې په راتلونکى کال کې به محصلين جذب کړي.

دى وايي چې ١٣٩٦ لمريز کال د ګرځندوى په کال نومول شوى او په دې برخه کې دوى بېلابېل ډول فرهنګي او توريستي پروګرامونه او فعاليتونه په پام کې نيول شوي دي.

د دغه پروګرام په پيل کې په علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار استاد لعل پاچا ازمون د ولسمشر اشرف غني پيغام ولوست.

ولسمشر ويلي چې ګرځندوى نه يواځې کاروبار او صنعت دى، بلکې کلتوري ارزښتونه هم لري، ټولنې او خلک سره نږدې کوي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان طبيعي ښکلا او تاريخي سيمې ډېرې دي او بايد د غوړېدا لپاره يې کار وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني پيغام د ځوانانو د معين ډاکټر کمال سادات له خوا ولوستل شو. هغه ويلي چې ګرځندوى اقتصادي، کولتوري او سياسي ارزښت لري او په د يوه هېواد ، سياست، اقتصاد او کولتور لپاره د بډاينې لپاره ګټور تماميږي.

هغه زياته کړه چې  راتلونکى کال د ګرځندوى په برخه کې ډېر پروګرامونه لري چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې نندارتونونه او نور پروګرامونه په لاره واچول شي.

دغه راز جهاني ويلي چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره په ګډه به د کرکـټ د يو لړ لوبو ترسره کولو پلان هم لري.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.