ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې يو زده کونکى ووژل شو

فارياب کې يو زده کونکى ووژل شو

author avatar
4 Oct 2016 - 17:02
فارياب کې يو زده کونکى ووژل شو
author avatar
4 Oct 2016 - 17:02

 ميمنه  (پژواک،١٣تله ٩٥):  فارياب کې امنيتي مسوولين وايي چې نن د فارياب ميمنې ښار کې يو زده کونکى د چاقو پر ګوزارونو ووژل شو.

 د فارياب ولايت  د پوليسو لومړۍ حوزې امر محمدظاهر رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١٠ بجې د ميمنې ښار عربخانه لېسې زده کونکى ١٨ کلن صابر د چاقو پر ګوزارونو ووژل شو.

 نوموړي زياته کړه چې د ياد  زده کونکي قاتل غلام نومېږي چې په "غلام کل" پېژندل کېږي او يو کوڅه ډبى انسان دى چې د پوليسو لومړۍ امنيتي حوزې منسوبينو له لوري نيول شوى دى.

هغه ددې وژنې لامل شخصي تربګنۍ په ګوته کړه.

د فارياب ولايت پوليسو د لومړۍ حوزې امر وويل چې د غلام کل ورور هم څو مياشتې وړاندې د اختطاف په تور نيول شوى او دا مهال بندي دى.

ميمنې ښار کې د افغان –ترک روغتون عدلي طب مسوول ډاکټر سمير عنايت وويل چې د وژل شوي کس په سينه کې يو چاکو ګوزار لګېدلى او روغتون ته له لېږد څخه وړاندې ساه ورکړې ده.

د وژل شوي تن پلار نذيرباى وويل چې زوى يې د ميمنې ښار يو اوسېدونکي غلام کل په نوم کوڅه ډبي له لوري وژل شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې صابر له چا سره تربګني نه درلوده د ښوونځي زده کونکى و او په دې وروستيو کې کوژدن شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.