ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د اچين پېښې په غبرګون لاریون وشو

ننګرهار کې د اچين پېښې په غبرګون لاریون وشو

author avatar
4 Oct 2016 - 14:38
ننګرهار کې د اچين پېښې په غبرګون لاریون وشو
author avatar
4 Oct 2016 - 14:38

جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۹۵) د ننګرهار سلګونو خلکو او د دغه ولايت د ولايتي شورا ځينو غړو په جلال اباد ښار کې د اچين د وروستۍ پېښې په غبرګون کې لاريون وکړ چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په شپه د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په شډل بازار سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې د حاجي رييس په نوم د سيمي د يو قومي مشر په کور بمبار وکړ او له امله يې د ځايي خلکو په وينا ۱۵ ملکي کسان ووژل شول او ۱۵ نور يې ټپيان دي.

ملګرو ملتونو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، چې ١٥ ملکي وګړي په کې وژلي دي.

د شينوارو خلکو د ننګرهار ولايت يو شمېر مدني فعالانو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو د تلې په ۱۳مه په جلال اباد ښار کې  د دې پېښې په غبرګون لاريون وکړ او د پېښې د خپلواکې څېړنې غوښتونه يې وکړه.

دوی چې (مرګ په جاسوسانو، مرګ په بې غوره چارواکو، د اچين د پېښې د عاملينو محاکمه غواړو، ولسمشره شينواري وژغوره) نارې يې وهلې، په پېښه کې د وژل شويو کسانو انځورونه يې له ځانه سره لېږدول.

د لاريون يو ګډونوال او د ننګرهار د ولايتي شورا غړي عبيدالله شينواري وويل، چې د اچين په پېښه کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي او حکومت يې بايد څېړنه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې ملګرو ملتونو په دې اړه څېړنه کړې، چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي او بيا هم حکومت تر اوسه په دې برخه کې چوپه خوله پاتې دی.

شينواري وړاندې وويل: ((دا د ټولو شينوارو غوښتنه ده، چې ولسمشر دې، د دې پېښې څېړنه وکړي، موږ ورته شل ورځې وخت ورکوو، که څېړنه يې ونشي؛ نو د تورخم جلال اباد لويه لاره به وتړو.))

د لاريون يو بل ګډونوال او د شينوارو د ځوانانو شورا غړي، نيک عمل شينواري د لاريون په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ولايتي ادارې تر اوسه د شينوارو د قوم ولسونو په برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.

هغه له مرکزي حکومته وغوښتل، چې د يادې پېښې د څېړنې په خاطر دې يو خپلواک هيئت وټاکي، ترڅو څيړنه يې وکړي.

د لاريون ګډونوالو د لاريون په پای کې يو پريکړه ليک هم ولوست چې په کې د پېښې خپلواکې څېړنې ترڅنګ د پېښې د قربانيانو کورنيو ته مالي غرامت ورکولو، په شينوارو کې د جګړې د پای، د شينوارو په جګړو کې له بې ځايه شوو کورنيو سره د مرستو، په شينوارو کې د رغنيزو پروژو د پيل او بې ځايه شوو کورنيو اولادونو ته د زده کړو زمينې برابرولو غوښتنې شوې وې.

په پرېکړه ليک کې دا هم راغلي وو چې که حکومت د شينوارو د ولسونو دغو غوښتنو ته ځواب ونه وايي؛ نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او حتی د جلال اباد – تورخم لويه لار به د ټرافيکو پر مخ وتړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.