جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۹۵): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په اچين ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال ۵۶ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل چې ياد عمليات تېره ورځ سهار وختي د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا په ګډه پيل شوي وو.
د مشرقيوال په وينا، دغه عمليات د اچين ولسوالۍ د پېښې خوړ په سيمه کې ترسره شوي چې موخه يې د داعش وسله والو له منګولو د دې سيمې خلاصول و.
دی وايي چې د عملياتو پر مهال ۵۶ داعش وسله وال وژل شوي او تر څنګ يې د هغوی ګڼې وسلې او مهمات هم تخريب او له منځه وړل شوي دي.
مشرقيوال زياته کړه چې په عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
اچين د ننګرهار ولايت يوه له امنه سيمو ده او هلته له ځايي خلکو سره اړيکې نيول ستونزمن کار دى دغه راز خپلواکو سرچينو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن