کابل (پژواک، ۱۳ تله ۹۵): په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو اعلان کړی، چې په ننګرهار ولایت کې یې یو سرتیری وژل شوی دی.
په کابل کې دامریکایي ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د تلې په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل ش وې خبرپاڼه کې راغلی، چې یاد سرتیری یې نن د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی.
سرچینې زیاته کړې، سرتیري یې له افغان ځواکونو سره په ګډه په اچین ولسوالۍ کې دداعش پر ضد په عملیاتو بوخت و، چې د ماین چاودنه پرې وشوه او یو سرتیری ووژل شو.
دامریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن پر دې پيښې خواشیني څرګنده کړې خو زیاته کړې، چې دداعش پر ضد به عملیاتو ته ادامه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن