ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د مېوو د معیاري بسته بندۍ فابریکه جوړه شوې

کندهار کې د مېوو د معیاري بسته بندۍ فابریکه جوړه شوې

author avatar
4 Oct 2016 - 17:06
کندهار کې د مېوو د معیاري بسته بندۍ فابریکه جوړه شوې
author avatar
4 Oct 2016 - 17:06

کندهار (پژواک، ١٣ تله ٩٥): په کندهار کې يوه سوداګر د مېوې د معياري بسته بندۍ او پروسس فابريکه جوړه کړې او پنځه ميليونه ډالره پانګونه يې په کې کړې ده چې د هېواد په کچه د خپل ډول لومړنۍ فابريکه ګڼل کېږي.

د کينډا فروټ په نوم په دې فابريکه کې چې د کندهار په صنعتي پارک کې جوړه شوې- انګور، انار او نورې مېوې په معياري بڼه بسته بندي کېږي، بيا په سړو خونو کې (فري کولينګ) ورکول کېږي چې د مېوې عمر ورسره اوږدېږي او صادرولو ته چمتو کېږي.

دغې فابريکې سږ کال په نمونوي توګه لسګونه ټنه انګور هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر کړي چې د دغو هېوادونو په مارکېټونو کې په دوه برابره زياته بيه پلورل شوي دي.

د کينډا فروټ فابريکې مسوول سعد الدين سعيد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، کندهار د طبيعي تازه مېوې (انګور، انار، انځر، زردالو او نورو...) مرکز دى، خو د دغو مېوو د صادرولو په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې وې.

هغه زياته کړه، د دې ستونزو له جملې يوه يې د معياري پېکنګ/ بسته بندۍ د اسانتياوو نشتوالى و چې له امله يې نه يوازې ډېره مېوه ضايع کېده، بلکې په بهرنيو مارکېټونو کې په ښه بيه هم نه پلورل کېده.

دى وايي، په همدغه بنسټ يې په کندهار کې د مېوې د معياري بسته بندۍ او پروسس د فابريکې جوړولو هوډ وکړ چې خپله پنخه ميليونه ډالره پانګه يې پرې لګولې ده.

د سعيد په خبره، دغه فابريکه په نړيوال سټنډرډ جوړه شوې ده چې په کې د انګورو، انارو، انځرو، زردالو، مڼو او نورو مېوو د بسته بندۍ او فري کولينګ چارې ترسره کېږي.

خو نوموړي يادونه وکړه چې د فابريکې اړوند يوه بله برخه چې د انار دانې او له انارو څخه د جوس ايستلو ده، په روان کال کې فعاله او پرانيستل شي.

ده وويل، د دې برخې له فعاله کېدو سره به وکړاى شي چې د ثابتو انارو تر څنګ د انارو تازه دانې او جوس هم پروسس او بهر ته صادر کړي.

سعيد زياته کړه چې سږ کال يې په نمونوي توګه له ٢٠٠ ټنه څخه ډېر انګور چې په معياري توګه بسته بندي شوي وو، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر کړي چې د پخوا په پرتله په دوه برابره بيه وپلورل شول.

د ده په وينا، د يادو شوو هېوادونو په مارکېټونو کې د کندهار د انګورو پېکنګ ډېر وستايل شو او ان هغوى باور نه شواى کولى چې دا دې د کندهار انګور وي او په دومره معياري بڼه دې پېک شوي وي.

نوموړي هيله وښوده چې د کندهار د مېوې د بسته بندۍ له معياري کېدو سره به اوس وکولى شي د دغه ولايت انګور، انار او نورې مېوې د اروپا او امريکا تر مارکېټونو هم ورسوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.