ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د درېيو پروژو کار پيل شو

کونړ کې د درېيو پروژو کار پيل شو

author avatar
4 Oct 2016 - 18:50
کونړ کې د درېيو پروژو کار پيل شو
author avatar
4 Oct 2016 - 18:50

اسعد اباد (پژواک، ١٣ تله ٩٥): د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د کابو ١١ ميليونو افغانيو په لګښت د درېيو پروژو چارې پيل شوې.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د دې پروژو په پرانيست غونډه کې وويل  چې په دې پروژو کې د يوه جامع جومات، يوه کانکريټي پول او يوه کانال جوړېدل شامل دي.

ده زياته کړه، په څوکۍ ولسوالۍ کې د ارشاد او اوقافو وزارت  د درې عشاريه درې ميليونه افغانيو بوديجې په لګښت يو جامع جومات، د کليو د پراختيا وزارت له خوا د نړيوال بانک د څلورو ميليونو افغانيو په مالي مرستې د شلو مترو په اوږدوالي او پنځو مترو په سور کانکرېټي پول او او همدارنګه د ٤،٧ ميليونو افغانيو په لګښت د ٢٦٠ مترو په اندازه پوخ او اساسي کانال جوړېږي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د پروژې له کارکوونکو سره همکاري وکړي، ترڅو په سمه توګه يې چارې بشپړې شي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد ډاډ څرګند کړ  چې د دې پروژو په ساتنه کې به د څوکۍ ولسوالۍ خلک ډېرې هلې ځلې وکړي.

 د څوکۍ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي انځرګل بابا، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پروژو په سرته رسېدو سره به د دوى ډېرې ستونزې هوارې شي.

د ده په وينا، د دې ځاى خلک د يادو شويو پروژو د امنيت په ساتنه کې بشپړ ډاډ ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.