ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: د غزني ناامنۍ په امنيتي چارو کې د بېځايه لاسوهنو له امله دي

امرخېل: د غزني ناامنۍ په امنيتي چارو کې د بېځايه لاسوهنو له امله دي

author avatar
5 Oct 2016 - 12:22
امرخېل: د غزني ناامنۍ په امنيتي چارو کې د بېځايه لاسوهنو له امله دي
author avatar
5 Oct 2016 - 12:22

غزني ښار (پژواک، ١٤ تله ۹۵): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې طالبانو په دغه ولایت کې نږدې اته سوه بريدونه کړي چې په ترڅ کې یې څه باندې شپږ سوه طالبانو او ١٨٠ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو طالبان بيا دغه څرګندوې ردوي.

دغه څرګندونې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د تلې په ١٤مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

امرخېل وويل چې وسله والو طالبانو په تېرو شپږو مياشتو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٧٨٥ لوی او واړه بريدونه کړي دي.

هغه وويل چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ٣٩٤ طالبان وژل شوي، ٢٣٣ يې ټپيان شوي او ١٧ نور يې ژوندې نيول شوي دي.

ده زياته کړه چې په همدې موده کې ١٨٠ پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغه د وژل شوو او ټپي پولیسو شمېره په ګوته نه کړ.

امرخېل وايي: ((د کال په لومړیو ورځو کې د وسله والو طالبانو نښتې تر ښاره را رسېدلې وې، خو اوس يواځې په ولسوالیو کې دي.))

د هغه په وينا، مخکې وسله والو طالبانو د شپې له لوري پر غزني ښار باندې د هاوان مرمۍ توغولې او د خلکو تر منځ يې وېره خپره کړې وه خو اوس دا لړۍ هم ختمه شوې ده.

هغه وايي چې جګړه اوسمهال په غزني ښار کې نشته يواځې په ولسوالۍ کې کله نا کله نښتې کېږي.

قوماندان وايي چې وسله وال طالبان ډېر وخت په لويو لارو کې ماينونه خښوي چې تر ډېره عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

امرخېل دا هم وويل، ځيني هغه کسان يې هم نيولي چې په غزني ښار کې به يې طالبانو ته د عشر او زکات په نومونو پيسې ټولولې.

هغه وايي چې په دې ولايت کې يو شمير وکيلان، قومي مشران او نور چارواکي يي په چارو کې لاسوهنې کوي او کارونه يې ورته له خنډ سره مخ کړې دي.

هغه په دې اړه نور څه ونه ویل خو زياته يې کړه: ((کله چې زه د يوې ولسوالۍ امنيه قوماندان بدلوم نو دغه خلک مخې ته ودرېږي او دې کار ته مې نه پرېږدي چې همدې کار د غزني امنيت ډېر خراب کړى دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.