ښرنه (پژواک، ١٤ تله ٩٥): په پکتيکا کې يو شمېر ښوونکي وايي چې څلور مياشتې وړاندې د ښوونکو ښارګوټی پرانيستل شوى خو تر اوسه ښوونکو ته نومرې نه دې وېشل شوې.
بل لور ته د پکتيکا چارواکي وايي چې ډېر ژر به ښوونکو ته د استوګنې نومرو د ورکړې لړۍ پيل شي.
دغه څرګندونې ښوونکو په پکتيکا کې د ښوونکي ورځې د نمانځلو په مراسمو کې وکړې.
د پکتيکا د علی بابا ليسې ښوونکي عبدالله خان پژواک خبري اژانس ته وويل ٣٠ کاله کيږي چې ښوونکى دى خو تر اوسه دولت ورته د استوګنې لپاره يوه نومره نه ده ورکړې.
ده وويل چې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې په مرکز ښرنه کې د ښوونکو لپاره ښارګوټې پرانستل شو خو د نا معلومو دلايلو له مخې تر اوسه ښوونکو ته نه دي ورکړل شوې.
هغه زياته کړه: ((ډېرى وخت د پوهنې رياست مسوولين د خپلو دندو د ساتلو په موخه ښوونکي غولوي او تشې وعدې ورسره کوي.))
دغه راز د وازې خوا ولسوالۍ د مرجان خېلو لېسې ښوونکي رفيع الله هم پژواک ته وويل چې حکومت بايد له ژمنې سره سم ښوونکو ته د ښوونکو په ښارګوټي کې د استوګنې ورکړي.
هغه دا هم وويل چې په لرو پرتو ولسواليو کې د ښوني او روزني کيفيت ټيټ دی او په ځينو سيمو کې بيا په نشت حساب دى.
ده وويل چې په پکتيکا کې ځکه د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ دى چې دلته يو شمير کسان د ښوونکو په نومونو معاشونه اخلي.
معلم رفيع الله زياته کړه: ((زه له چارواکو غوښتنه کوم چې حقيقي استادانو ته معاش او نور امتيازات ورکړي او خيالي استادان دې نور له صحنې بيرون کړي.))
دغه راز د علي بابا ليسې مدير محمدشفيق هم د پوهنې له رياست څخه د ښوونکي د ښارګوټي د نومرو دتوزيع غوښتنه وکړه.
ده پر کورنيو او زده کوونکو هم غږ وکړ چې د پوهنې بهير په پياوړتيا کې دې هر ډول مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن