ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروپا کې د مېشتو افغانانو اعلامیه

author avatar
5 Oct 2016 - 11:23
author avatar
5 Oct 2016 - 11:23

ښاغلیو او آغلیو! 

د اکتوبر (۴مه، ۲۰۱۶):  مونږ د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي افغانان یو. مونږ دلته د بلجیم پلازمېنې بروسلز ته د دې لپاره راټول شوي یو چې د افغانستان د زړه سواند جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت ته د نړیوالو هر ممکن ملاتړ راجلب کړو، او په عین حال کې د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د هرې یورو چې د افغان ولس په نوم یې ترلاسه کوي حساب ته چمتو اوسي. 

مونږ دلته د هیچا پر ضد نه یو راغلي خو مونږ اورېدلي دي چې یو شمېر کسان چې ویل کیږي د ایران او پاکستان له خوا حمایه کیږي غواړي چې د وران افغانستان لپاره د نړیوالو د مرستو په مخکې خنډ جوړ شي. دغه خلک د داسې چا تر مشرۍ لاندې راټول شوي دي چې له افغانیت څخه منکر دی او په ښکاره په افغانستان کې د ایران د ګټو لپاره کار کوي. 

 

ښاغلیو او آغلیو!

ایران او پاکستان له تېرو څلوېښتو کالونو راهیسې زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې بې درېغه لاسوهنې کوي، دغه دواړه هېوادونه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته په نه احترام سره د افغانستان د ولس او حکومت ضد ترهګر په مالي او تسلیحاتي شکلونو سره حمایه کوي چې وروسته دغه ترهګر افغانستان ته لېږي، چې هلته هغوی ښوونځي ورانوي، ښوونکي او زده کوونکي وژني، په ښارونو کې بمونه چوي، او په بېلابېلو نورو طریقو سره افغانان وژني چې ښکاره نښې یې په تېر یونیم کال کې اروپا ته د راکډه کېدونکیو افغانانو د شمېر زیاتېدا ده. 

له تېرو خواوشا دوه کالونو راهیسې چې په افغانستان کې جمهور رییس اشرف غني په مشرۍ حکومت رامنځته شوی دی دغه حکومت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې د افغانستان لپاره داسې اقتصادي سرچینې برابرې کړي چې دا هېواد د ګاونډیانو له احتیاج څخه خلاص شي، زمونږ یو شمېر ګاونډیان او په تېره بیا ایران او پاکستان نه غواړي چې مونږ د هغوی له احتیاج څخه خلاص شو او د دې لپاره چې افغانستان د تل لپاره د هغوی د صادراتي موادو د خرڅلاو د بازار په توګه پاتې شي نو یې په افغانستان کې یو شمېر بې هویته خلکو ته وظیفه ورکړې ده چې د افغانستان د حکومت په وړاندې ننګونې راپوته کړي. 

ایران له یوې خوا په افغانستان کې مذهبي اختلافاتو ته لمنه وهي او دا کرکه د بې کنټروله رسنیزو او میډیایي شبکو له لارې خپروي، له بلې خوا هڅه کوي چې په افغانستان کې د برېښنا د بندونو او نورو زېربناوو د جوړېدلو مخه ډپ کړي. ایران د دې لپاره چې له افغانستان څخه د ورتلونکیو اوبو مخه یې ونه نیول شي تر ډېرې مودې د افغانستان په جنوب غرب ولایت هرات کې د اوبو د یوه لوی بند د جوړېدا مخه نیولې وه خو د افغانستان د جمهور رییس په هڅو د هغوی دغه هڅه شنډه شوه او خواوشا درې میاشتې مخکې په هرات کې د دوست هېواد هندوستان په مالي مرسته د افغان – هند د دوستۍ بند جوړېدا تکمیل شوه.  

 

ښاغلیو او آغلیو!

له څه مودې راهیسې چې د افغانستان حکومت له منځنۍ اسیا څخه د برېښنا د واردولو پروګرام پيل کړی دی یو شمېر معلوم الحال عناصر غواړي چې د ایران په حمایه د برېښنا د لین مسیر له خپل اصلي مسیر څخه بدل کړي او د سالنګ پرځای یې د بامیانو له لارې تېر کړي چې د حکومت په وینا د بامیانو مسیر د سالنګ د مسیر په نسبت څه باندې سل کیلومتره لیرې راځي او ورسره په میلیونونو ډالر اضافه لګښت غواړي. کره اسناد ښيي چې دغه خلک د ایران د حکومت له خوا د دې لپاره راپورته کړای شوي چې د برېښنا سوېچ په بامیانو تېر شي او دغه خلک چې اکثر وختونه یې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد اقدامات کړي او د حکومت مشران یې توهین کړي دي یو ځل بیا دې ته حاضر شوي دي چې د ایران د ګوډاګیانو په توګه استعمال شي.  

په اصل کې د ایران حکومت د داسې فعالیتونو له لارې غواړي چې له یوې خوا په افغانستان کې د روانو اقتصادي پروژو د تطبیق مخه ونیسي او بلې خوا ته په افغانستان کې تاوتریخوالی داسې ډېر کړي چې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته تلونکي د انرژۍ لارې د افغانستان پرځای په ایران تېرې شي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.