ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښوونکي: حکومت راسره کړې ژمنې نه عملي کوي

ښوونکي: حکومت راسره کړې ژمنې نه عملي کوي

author avatar
5 Oct 2016 - 15:44
ښوونکي: حکومت راسره کړې ژمنې نه عملي کوي
author avatar
5 Oct 2016 - 15:44

جلال اباد (پژواک، ۱۴ تله ۹۵): د ننګرهار ولايت ښوونکو د ښوونکو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې د پوهنې پر رياست او ولايتي ادارې نيوکه وکړه چې سربېره پر ژمنو یې هم د دوی د سرپناه ستونزه نه ده حل کړې.

د ښوونکو نړيواله ورځ د تلې په ١٤مه په جلال اباد ښار کې د پوهنې رياست له لوري ونمانځل شوه.

که څه په غونډه کې د ننګرهار ولايتي چارواکو ښوونکو ته د اسانتياوو د برابرېدو خبرې کولې او ويل يې چې تر ډېره يې مشکلات حل شوي؛ خو ښوونکو ويل چې د سرپناه پر نشتوالي سربېره يې لا هم د معاشاتو د کموالي او د ترانسپورټي اسانتیا نه شتون لويې ستونزې دي.

د جلال اباد ښار د ميا عمر عالي لېسې ښوونکي حفيظ الله د غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې په ځلونو ورسره د سرپناه لپاره د نومرو د ورکړې، معاشاتو د لوړوالي او ترانسپورتي اسانتياوو برابرولو ژمنې شوې؛ خو تر اوسه نه دې عملي شوې.

هغه زياته کړه: ((ښوونکي به په نهه زره افغانۍ معاش د خپل اولاد تربيه کوي، د هغوی لپاره به روزي برابروي، د کور کرايه به پرې پوره کوي، مکتب ته د تګ راتګ ترانسپورت به پرې برابروي، مشکلات واقعاُ زيات دي.))

دغه راز د جلال اباد ښار د عبدالوکيل لېسې ښوونکی سهارګل له پژواک سره د خبرو پر مهال يادې ستونزې تاييد کړې او ټينګار یې وکړ چې دغو ستونزو د ښوونکو پر تدريسي بهير منفي اغېز کړی دی.

هغه وايي، د ښوونکو معاشات کم دي او مجبور دي چې نيمه ورځ بل چېرته مزدوري وکړي او له چمتوالي پرته ټولګي ته ولاړ شي چې په خبره يې بيا نه شي کولی چې زده کوونکي سم وپوهوي.

د غونډې په څنډه کې د ننګرهار عالي لېسې تدريسي مرستيال  محمد ابراهيم امين هم د خپلو ښوونکو ورته ستونزې له پژواک سره شريکې کړې او پر ولايتي ادارې، مرکزي حکومت او په ځانګړې توګه د پوهنې پر وزارت يې د ښوونکو د ستونزو د حل غږ وکړ.

نوموړي وړاندې وويل: ((همدا معارف دی چې رييسان، وزيران او د وطن راتلونکي نسلونه روزي خو هېڅوک د دغه معلم په غم کې نه دي، زما غوښتنه له لوړپوړو چارواکو دا ده چې د ښوونکو معاشات لوړ کړي، سرپناه دې ورته برابره کړي او امنيت دې ورته ټينګ کړي.))

د جلال اباد ښار د نازو انا ښوونځي ښوونکې انيتا ناصري هم له ورته مشکلاتو شکايت درلود او غوښتنه يې وکړه چې حکومت دې د ښوونکو ستونزو ته زياته پاملرنه وکړي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د ښوونکو د ورځې دې لمانځغونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د ښوونکو د ستونزو حل د دوی له وسه بهر خبره ده او وزارت ورته پاملرنه نه کوي.

هغه ټينګار وکړ چې د پوهنې رياست په وړانديزونه يې د ښوونکو ستونزې تر وزارته رسولي؛ خو لا يې هم تر اوسه په اړه اقدام نه دی شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.