کابل (پژواک، ١٧ تله ٩٥): ملي امنيت د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د نيولو خبر ورکړی دی.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه وايي چې د ملي امنيت ځواکونو د هرات د اوبې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال ملا عبيدالله نيولى دى.
سرچينه وايي چې ملا عبيدالله له خپل ملګري محمد ياسر سره د دې ولسوالۍ په ګزګبګان سيمه کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوى دى.
په اعلاميه کې راغلي چې امنيتي ځواکونه ورځ او شپه په هيواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن