ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په وروستيو نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي او ٢٥٠ نور ټپيان دي

د کندوز په وروستيو نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي او ٢٥٠ نور ټپيان دي

author avatar
8 Oct 2016 - 20:14
د کندوز په وروستيو نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي او ٢٥٠ نور ټپيان دي
author avatar
8 Oct 2016 - 20:14

کندوز (پژواک ١٧ تله ٩٥): د کندوز ولايتي شورا وايي، په دې ولايت کې د وروستيو شپږ ورځنيو نښتو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ٢٥٠ نور ټپيان شوي دي.

د کندوز د ولايتي شورا مشر محمديوسف ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کندوز کې د شپږو ورځو په جريان کې ٢٥٠ کسان ټپيان او يو شمېر نورو ژوند له لاسه ورکړى دى، خو تر اوسه پورې د وژل شوو کسانو کره شمېر نه دى په ډاګه شوى.

نوموړي مرکزي حکومت د کندوز وضعيت ته د نه پاملرنې له امله تورن کړ او ويې ويل، هغه ژمنې چې د ملي يووالي حکومت د خپلو ټاکنيزو مبارزو پر مهال له خلکو سره کړې وې، عملي نه کړلې.

هغه زياته کړه، د ملي يووالي حکومت مشرانو د کندوز له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د ياد ولايت د امنيت او اقتصاد برخې ته به ډېره پاملرنه کوي، خو دا کار تر اوسه پورې نه دى عملي شوى، چې دا له خلکو سره ستره جفا ده.

هغه زياته کړه، چې د کندوز د وروستيو جګړو له امله له اتيا سلنه ډېر خلک ګاونډيو ولايتونو ته کډه شوي او هغه کورنۍ چې تر اوسه پورې په کندوز کې پاتې شوې؛ د ډوډۍ او اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

ايوبي وويل، د ملکيانو مړي اوسمهال په سيمه کې پاتې دي او خلک د سختې جګړې له امله د خپلو کورنيو د غړو مړي هم نه شي ترلاسه کولى.

نوموړي د ملي يووالي حکومت له مشرانو او ملګرو ملتونو سازمان وغوښتل چې بايد د کندوز امنيتي وضعيت ته پاملرنه وکړي، له هغې پرته به خلک د جګړو او غذايي توکو د نشتوالي له امله له انساني غميزې سره مخامخ شي.

په همدې حال کې د کندوز د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر حميد وويل، چې د کندوز ولايتي روغتون ته له ٣٠٠ ډېر ټپيان راوړل شوي، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي، خو د وژل شوو کسانو په اړه پوره معلومات نشته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.