ښرنه(پژواک،١٨تله٩٥): د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د لوړ ګمرګي محصول د اخيستو په غبرګون کې لاريون وکړ.
دغه لاريون د تلې په١٨مه د ارګون ولسوالۍ ګمرک ته څېرمه پيل شوى او څو ساعته يې دوام وکړ.
په دې لاريون کې شاوخوا اووه سوه کسانو برخه اخيستې وه.
د لاريون کوونکو له ډلې څخه شراف جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ارګون کې د ګمرک څانګه له دوی څخه زيات محصول اخلي، نو ځکه يې په لاريون لاس پورې کړى دى.
هغه وايي چې تر هغو به د دوى لاريون روان وي او د ارګون بازار به تړلى وي ترڅو يې غوښتنې ومنل شي.
هغه زياته کړه: (( دا چې د ګمرک څانګه په ارګون کې ده نو له ارګونيانو دې محصول کم واخيستل شي.))
بل لاريون کوونکي رحمان ګل ځدراڼ پژواک ته وويل چې دوى څو ځلې د اړوندې ستونزې په اړه د ګمرک له چارواکو سره خبرې کړي، خو پايله يې نه ده ورکړې.
ده وويل: (( په کمرګ کې له ټاکل شوي حد نه ډيرې پيسې اخلي چې خلک يې د ورکولو توان نه لري.))
ده ټينګار وکړ چې د ګمرکي محصول پيسې دې بېرته د ارګون ولسوالۍ په بيارغونې ولګول شي.
هغه وايي: (( پنځه مياشتې دغه لاره بنده وه، موټرو پرې تګ راتګ نه کاوه اوس چې لار خلاصه شوې، دوى د ګمرک په نوم ډيرې پيسې غواړي چې څوک يې ورکولو ته تيار نه دي.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د ګمرک امر سعد ملوک پژواک ته وويل چې لاريون د خلکو حق دى، خو د محصول په کمولو کې دوى ورسره مرسته نه شي کولى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن