ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د کندوز او اروزګان بېځايه شوو ته ١٠٠ ميليون افغانۍ ځانګړې کړې

حکومت د کندوز او اروزګان بېځايه شوو ته ١٠٠ ميليون افغانۍ ځانګړې کړې

author avatar
9 Oct 2016 - 19:00
حکومت د کندوز او اروزګان بېځايه شوو ته ١٠٠ ميليون افغانۍ ځانګړې کړې
author avatar
9 Oct 2016 - 19:00

کابل (پژواک، ١٨ تله ٩٥): ولسمشرۍ ماڼۍ له جګړو او نا امنيو څخه د کندوز او اروزګان ولايتونو بېځايه شوو کورنيو سره د مرستې په موخه ١٠٠ ميليون افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانې کې ويلي چې ياده بوديجه د دغې ادارې په غوښتنې ځانګړې شوې ده.

د يادولو ده، چې يادې ادارې د کندوز او اروزګان ولايتونو اوسېدونکو وضعيت څېړلى او له وروستيو نا امنيو څخه د بېځايه شوو او زيانمنو کورنيو لومړيتوبونو ته په پام سره خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلى دى.

په ياده خبرپاڼه کې راغلي، په همدې موخه ولسمشر لارښوونه کړې چې له يادې اندازې پيسو يې ٧٠ ميليون افغانۍ د کندوز له بېځايه شوو کورنيو سره  او پاتې ٣٠ ميليون افغانۍ د اروزګان ولايت بېځايه شوو ته ځانګړې شي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د يادې اندازې مرستې ځانګړي کول پر ځاى کار بللى او د کندوز او هلمند ولايتونو واليانو ته يې لارښوونه کړې، څو ياده اندازې ځانګړې شوې پيسې د يوه روڼ ميکانېزم په چوکاټ کې د دغو دوو ولايتونو اوسېدونکو د وضعيت ښه والي په موخه ولګوي او د هغو څرنګوالى له مرکز او رسنيو سره شريک کړي.

تېره اونۍ پر کندوز د وسله والو طالبانو له لوري ډله ييز بريد وشو، خو د يوې اوونۍ په تېرېدو سره اوس هم په ښار کې جګړه روانه ده. سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دا ډول وضعيت دوام د خوراکي او سون توکو بيو د لوړېدو لامل شوى او له همدې امله تر اوسه پورې سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.

اروزګان ولايت هم د روانې مياشتې په ترڅ کې د طالبانو د بريدونو شاهد و، چې په دغه موده کې وسله والو طالبانو د ياد ولايت پر مرکز ترينکوټ ښار دوه ځلې بريدونه کړي چې له امله يې ډېر کسان ټپيان او وژل شوي او د ياد مرکز او اړونده سيمو ډېرى خلک هم بېځايه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.