مزارشريف (پژواک، ۱۸ تله ۹۵): د بلخ ولايت د روغتيايي چارو مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د موسم له بدلېدو سره د ماشومانو ناروغۍ زياتې شوې دي.
په مزارشريف ښار کې د بلخ ملکي روغتون ته هره ورځ تر ۳۰۰ پورې ماشومان د درملنې لپاره راوړل کېږي چې په بېلا بېلو موسمي ناروغيو اخته وي.
د بلخ اوسېدونکي په ملکي روغتون کې د ډاکټرانو له درمليز چلند څخه سرټکوي؛ خو د ملکي روغتون مسوولين په سمه توګه د خپلې دندې په ترسره کېدو ټينګار کوي.
د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض د تلې په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېری وخت د موسم د بدلېدو پر مهال د کورنيو د کمې پاملرنې له امله ماشومان په بېلا بېلو ناروغيو اخته کېږي.
نوموړي زياته کړه چې په دغه موسم کې د ستوني، ټوخي او د سينې د خرابوالي ناروغي په ماشومانو کې ډېرې پيدا کېږي.
هغه وويل: ((هره ورځ په همدغو ناروغيو باندې اخته تر ۳۰۰ پورې ماشومان ملکي روغتون ته د درملنې لپاره راځي.))
نوموړي زياته کړه چې په بلخ کې په موسمي ناروغيو د اخته ماشومانو ورځنی شمېر به له دې هم ځکه ډېر وي چې شخصي کلينيکونو او روغتونونو ته هم خلک مراجعه کوي.
د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي مراد علي پژواک ته وويل چې ډاکټران د درملنې پر مهال سم چلند نه کوي، بلکې په سرسري توګه ناروغان ګوري.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د غريبۍ له امله بله لاره نه لارو، چې ملکي روغتون ته را نه شوو، خو دلته ډاکټر مريضان له سره تېروي.))
هغه وايي چې ډاکټران بايد د ناروغانو په تېره بيا د ماشومانو په درملنه کې ډېره خواري وکړي.
خو د ملکي روغتون سرطبيب وويل، دوی دنده لري چې روغتون ته هر راوړل شوی ماشوم له رسمياتو سره سم معاينه کړي.
نوموړي زياته کړه: ((زه پوهېږم چې له موږ څخه خلک ډېر شکايت کوي، وجه يې دا ده چې موږ په مستقيمه توګه له خلکو سره ښکېل يوو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن