کابل (پژواک، ١٨ تله ٩٥)) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر ملي لوبغاړي شفيق الله شفق لګېدلی شپږ مياشتنی بنديز پای ته ورسېد.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ادارې له قوانينو او صولو څخه د سرغړونې په جرم پر شفق شپږ مياشتنى بندېز لګول شوى و.
هغه زياته کړه چې نوموړي د دې بنديز پر مهال هېڅ ډول کورنيو او نړيوالو لوبو کې برخه نه شواى اخيستى.
هوتک وايي چې د کرکټ د ملي لوبډلې پر ۲۷ کلن لوبغاړي ښي لاسي توپوهونکي (بيټسمين ويکټ ساتونکي) شفيق الله شفق لګېدلى بنديز پاى ته رسېدلى دى.
د نوموړي په وينا، د کرکټ بورډ اجراييوي کمېټې د پرېکړې له مخې، شفيق الله شفق اوس کولی شي چې په کورني کرکټ کې خپله وړتيا ثابته او ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.
د پرېکړې له مخې ، شفق به دمګړۍ په الکوزي، احمدشا ابدالي څلور ورځنيو سياليو کې په کابل ګرين لوبډله کې ولوبيږي.
د اجراييوي کمېټې د معلوماتو له مخې، هر هغه لوبغاړی چې د افغانستان کرکټ بورډ له قوانينو څخه سرغړونه وکړي، د څه وخت لپاره له لوبو څخه څنګ ته کېږي، له دې کار څخه د ادارې لوی هدف دادى، څو په خپلو لوبغاړو کې اصلاحات راولي.
د کرکټ بورډ اجراييوي کمېټې همدا راز ويلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې تل دا هڅه کړې او کوي يې چې خپل هر يو لوبغاړى له هره پلوه لوبو ته چمتو کړي.
شفيق الله شفق د کرکټ لوبو ډګر ته پر بېرته را ګرځېدو خوښي وښوده او زياته يې کړې چې د بنديز د مودې تر پاى ته رسېدو وروسته به کله هم له قانون څخه سرغړونه ونه کړي.
شفق زياته کړه چې په خپل ټول اخلاص سره به يو ځل بيا د کرکټ په ډګر کې ولوبيږي او خپل هېواد ته به وياړونه او برياوې راوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن