ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کشمير مسئله له افغانستان سره تړل د پاکستان د نيابتي جګړې څرګندويي کوي

د کشمير مسئله له افغانستان سره تړل د پاکستان د نيابتي جګړې څرګندويي کوي

author avatar
9 Oct 2016 - 15:53
د کشمير مسئله له افغانستان سره تړل د پاکستان د نيابتي جګړې څرګندويي کوي
author avatar
9 Oct 2016 - 15:53

کابل (پژواک، ١٨ تله ٩٥): د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي،  له  افغانستان سولې سره د کشمير د مسئلې تړل د دې ښودنه کوي  چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د نيابتي جګړې پر دوام  باور لري.

د ملي امنيت شورا دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د کشمير په اړه د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف استازى سناتور مشاهد حسين سيد امريکا ته د سفر پر مهال په ډاګه کړې وه  څو پورې چې د کشمير مسئله  حل نه شي، د افغانستان ستونزه نه هوارېږي.

هغه امريکا او نړيوالې ټولنې ته ويلي: (( تاسو په کابل کې د امنيت لپاره هلې ځلې کوئ، خو کشمير مو پرېښى دى چې په اور کې وسوځيږي.))

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال هم د مشاهد حسين يادې څرګندونې په کلکه رد کړې دي.

هغه ويلي چې د کشمير مسئله له افغان مسئلې سره هېڅ تړاو نه لري.

بلخوا د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان له سولې سره د کشمير د مسئلې تړل د دې ښودنه کوي چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د نيابتي جګړې پر غځولو باور لري.

د امنيت شورا وياند تواب غورځنګ  پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کشمير مسئله د افغانستان له سولې سره هېڅ اړيکه نه لري .

د هغه په وينا، پاکستاني مقامات هڅه کوي چې په دې توګه له هغې انزوا څخه چې دوی په نړېواله او سيمه ييزه کچه ورسره مخ دي، د نړۍ پاملرنه يوه نوي جهت ته واړوي.

غورځنګ وايي : (( دا څرګندونې خواشينونکې دي او موږ په هېڅ صورت اجازه نه ورکوو چې پاکستان په افغانستان کې د نيابتي جنګ د غځولو په اړه خپلو شومو موخو ته ورسېږي.))

د سياسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، د پاکستان لخوا د کشمير موضوع له افغانستان سره تړل غير منطقي خبره ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د افغانستان حکومت بايد د پاکستانيانو دا ډول څرګندونې د شواهدو په توګه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې او په دې اړه شکايت وکړي.

د نوموړي په وينا، دا ډول څرګندونې دا ثابتوي  چې پاکستان عملاً د افغانستان په بې ثباتۍ، نا امنۍ او افغان وژنه کې لاس لري او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.