ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو  فراه ښار ته څېرمه دوه  سيمې نيولې دي

وسله والو طالبانو فراه ښار ته څېرمه دوه سيمې نيولې دي

author avatar
9 Oct 2016 - 12:21
وسله والو طالبانو  فراه ښار ته څېرمه دوه  سيمې نيولې دي
author avatar
9 Oct 2016 - 12:21

فراه(پژواک، ١٨ تله ٩٥): ځايي خلک وايي، وسله والو طالبانو د فراه د مرکز اړوند نوبهار او بېرنګ توت سيمې نيولي او دا مهال د فراه د مرکز په باغ پل سيمه کې د مخالفينو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.

نوبهار د فراه ښار شمال لوېديځ ته شاوخوا ١٢ کيلومتره لرې پرته سيمه ده او باغ پل د ښار لوېديځ ته شاوخوا دوه کيلومتره لرې موقعيت لري.

د فراه ولايت د ځوانانو شورا مشر او د باغ پل اوسېدونکى محمد داوود ارام وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د فراه د مرکز اړوند نوبهار او بېرنګ توت سيمې نيولي او اوس ( له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې) د فراه د مرکز اړوند په باغ پل سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د هغه په وينا، له همدې امله د فراه ښار يو شمېر هټې تړلې دي او ځينې عام وګړي د جګړې له وېرې له ښار څخه وځي. 

د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي چې دولتي ځواکونو د نوبهار او بېرنګ توت له سيمو تکتيکي شاتګ کړى او دا مهال د باغ پل ته څېرمه د بېرنګ توت په شاوخوا سيمو کې جګړه روانه ده.

د ده په وينا، تېره شپه د دولتي ځواکونو په هوايي بريد کې د بېرنګ توت په سيمه کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ګن شمېر نور ټپيان دي.

هغه وويل چې امنيتي ځواکونه په لوړ مورال له وسله والو مخالفينو سره جګړه کوي.

ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې وسله وال مخالفين د فراه ښار نه شي نيولى.

وسله والو طالبانو د باغ پل د جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې دولتي ځواکونو تېره شپه په نوبهار سيمه کې يوه پوسته پرېښوده او په دې سره پراخه سيمه د طالبانو لاسته ورغلې ده.

له څو ورځو راهيسې په نوبهار کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې وې. د راپورونو له مخې د نوبهار کلي سلګونه کورنۍ د جګړې له امله نورو سيمو ته کډه شوې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.