ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د افغان هوايي ځواک چورلکه غورځېدلې

په بغلان کې د افغان هوايي ځواک چورلکه غورځېدلې

author avatar
9 Oct 2016 - 09:54
په بغلان کې د افغان هوايي ځواک چورلکه غورځېدلې
author avatar
9 Oct 2016 - 09:54

پلخمري(پژواک،١٨ تله ٩٥): د افغانستان ملي دفاع وزارت په بغلان ولايت کې د افغان هوايي ځواک د يوې چورلکې د لوېدو د تاييد ترڅنګ ويلي چې په پېښه کې ددغه وزارت اووه منسوبين وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د افغان هوايي ځواک دوې (مې ١٧ )چورلکې په بغلان ولايت کې قرغان پوستې ته د اکمالاتو په موخه ګومارل شوې وې.

د ملي دفاع وزارت په خبره، يوې چورلکې پوستې ته اکمالات کول، خو دويمه يې د تخنيکي عوارضو له امله سوځېدلې اوغورځېدلې ده چې په پايله کې يې څلور عمله او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څلورو ورځو راهيسې شاوخوا ٢٠٠ سرتېري د ډنډغوري په تپه قرغان سيمه کې د طالبانو له لوري کلابند شوي چې اوسمهال د خوراکي توکو او پوځي تجهيزاتو له کمښت سره مخ دي.

خو يوه امنيتي سرچينه وايي چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د افغان هوايي ځواکونو يوه چورلکه چې غوښتل يې کلابندو ځواکونو ته مرسته ورسوي، د طالبانو له بريد سره مخ شوې او غورځېدلې ده.

د سرچينې په خبره، اوسمهال هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده او د تېرې څلور ورځنۍ جګړې په ترڅ کې دوه امنيتي ځواکونه وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د دولتي ځواکونو يوه چورلکه چې غوښتل يې د قرغات تيپه مهمې اډې ته اکمالات ورسوي، د طالبانو له لوري په نښه شوې او غورځېدلې ده.

 د هغه په وينا طالبانو ياده شوې اډه له اوو ورځو راهيسې له ٢٠٠ دولتي سرتېرو سره کلابنده کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.