کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٥): ملي امنيت وايي چې د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه لويه زېرمه يې کشف او ترلاسه کړې ده.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې دي چې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د تلې په ١٩پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه وايي چې د ملي امنيت ځواکونو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د تخار د خواجه غار ولسوالۍ په قروق کلي کې د وسله والو طالبانو د وسلو يو لوى مرکز کشف او ترلاسه کړى دى.
د سرچيني د معلوماتو له مخې، له دې زېرمې څخه ٣٢ ماينونه، پنځه فيره توپونه، درې ار پي جي راکټونه، درې د هاوان سرګلولې، درې ريموټ کنټرول او ١٦ کيلو چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې زېرمې يو سيټ موبايل چې ماين ته چمتو شوی و، دوولس جوړې پوځي درېشۍ، د دهشکې يوه بکسه مرمۍ، ١٦ چاودېدونکي کپسولونه او يوه اندازه نور چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خواجه غار د تخار ولايت له نا امنو ولسواليو څخه شميرل کيږي چې تيرکال د دريو ورځو لپاره وسله والو طالبانو نيولې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن