کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٥): راپورونه وايي چې د پاکستان د يوې ترهګرې ډلې (لشکر جنګوي) يو مشر په افغانستان کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى.
پاکستاني او هندي رسنيو د تلې په ١٩مه خبر ورکړى چې وژل شوى مشر قاري اجمل نومېده او په دې وروستيو کې د افغانستان په ختيځ کې د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، قاري اجمل په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې د سريلانکا د کرکـټ پر ملي لوبډلې بريد کې لاس درلود.
په دغه بريد کې د سريلانکايي لوبډغاړو د لېږدوونکي موټر چلوونکي په ګډون اوه کسان وژل شوي وو او يو شمېر سريلانکايي لوبغاړي ټپيان وو.
د لشکر جنګوي وسله والې ډلې سرچينو رسنيو ته ويلي چې قاري اجمل تر ياد بريد وروسته شمالي وزيرستان ته تښتېدلى و، خو کله چې د پاکستان پوځ په وزيرستان کې عمليات پيل کړل، نو هغه افغانستان ته ولاړ.
سرچينې زياته کړې چې نوموړى څو ورځې مخکې د افغانستان په پکتيکا ولايت کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوى دى.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې په پکتيکا ولايت کې د پاکستان د تحريک طالبان يو بل مهم مشر اعظم طارق له خپل زوى او څو نورو ملګرو سره وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن