ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د انګورو حاصلات زيات شوي

په سمنګان کې د انګورو حاصلات زيات شوي

author avatar
10 Oct 2016 - 16:16
په سمنګان کې د انګورو حاصلات زيات شوي
author avatar
10 Oct 2016 - 16:16

ايبک (پژواک، ١٩ تله ٩٥): په سمنګان ولايت کې د انګورو محصولات د تېر کال په پرتله ٢٩ سلنه لوړ شوي، خو بڼوال د انګورو د بيو له ټيټ والي شکايت کوي.

د سمنګان د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د انګورو سوداګريز باغونه د دغه ولايت په فيروز نخچير او حضرت سلطان ولسواليو کې دي چې مساحت يې ١٢٥٠هکتاره ځمکې ته رسېږي.

د هغه په خبره، د يادې ادارې سروې څرګندوي چې د دغو ولسواليو انګور په تېرو کلونو کې شاوخوا اووه زره ټنه و، خو سږ کال نږدې ٩ زره ټنو ته رسېدلي دي.

خو نوموړي وويل چې سږ کال يې د مناسب بازار د نشتوالي په سبب د انګورو بيه کمه شوې ده.

هغه وويل چې تېر کال د يو کيلو انګورو بيه شاوخوا ٤٥ افغانۍ وه، خو سږ کال په څلوېښت افغانۍ پلورل کېږي.

نوموړي وويل چې د سمنګان اويا سلنه انګور پاکستان ته صادرېږي او سږ کال يې بيه ځکه لوېدلې چې سوداګرو د تاجکستان انګور هم پاکستان ته صادر کړي دي.

د انګورو بڼوال هم له خپلو حاصلاتو خوښ دي، خو وايي چې بيه يې غورځېدلې ده.

د فيروز نخچير د چهار سوق کلي د انګورو بڼوال محمد ناصر وويل چې پنځه جريبه بڼ لري، تېر کال يې ٥٦٠٠ کيلو حاصل درلود، خو سږ کال يې د حاصلاتو اندازه ٧٠٠٠ کيلوګرامو ته رسېدلې ده.

نوموړي وويل چې تېر کال يو کيلو انګور په ٤٥ افغانۍ وو، خو سږ کال ٤٠ افغانيو ته را ښکته شوي دي.

په سمنګان کې د انګورو يوه سوداګر حاجي محمد شريف وويل چې د انګورو بيه ځکه لوېدلې چې ځيني سوداګر د تاجکستان انګور راوړي او بيا يې د فيروز نخچير انګورو په نامه پاکستان ته صادروي.

دهغه په خبره، سوداګر ځکه دغه کار کوي چې د سمنګانو حسيني او تايفي انګور نړيوال شهرت لري.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.