پل علم(پژواک،١٩تله٩٥): د لوګر په درېيو سيمو کې د څلورو سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت د کوچيانو لپاره د درېيو روغتيايي مرکزونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر د عامې روغتيا سرپرست مشر ډاکټر ګل الرحمن شاهي وويل چې دغه روغتيايي مرکزونه د کوچيانو لپاره د مرکز پل علم په حصارک او خليل اباد او د بره کې برک ولسوالۍ په دشت خاک سيمو کې جوړيږي.
شاهي وايي چې دغه روغتيايي مرکزونه به د يوکال په موده کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
ده وويل چې په دې روغتيايي مرکزونو به په ټوليزه توګه څلور سوه زره امريکايي ډالره ولګول شي چې د عامې روغتيا وزارت له پراختيايي بوديجي څخه ورکول کيږي.
په دې غونډه کې د لوګر د ولايتي شورا رييس سيدقريب الله سادات وويل چې تر دې وړاندې کوچيانو روغتيايي مرکزونه نه درلودل اوله ډيرو ستونزو سره مخ وو.
هغه زياته کړه: (( دا ډير ښه کار وشو چې د کوچيانو لپاره روغتيايي مرکزونه جوړيږي ترڅو ډير سرګردانه نه شي.))
دغه راز حاجي سالم کوچي پژواک خبري اژانس ته وويل چې کوچيان د روغتيايي ستونزو ترڅنګ په پوهنې او نورو برخو کې ګڼ شمېر ستونزې لري.
هغه وايي: (( کله چې يو کوچى مريض شي نو مجبور يو چې هغه ډير لرې يو کلينيک ته يوسي خو اوس دا ښه وشول چې زموږ لپاره کلينيک جوړيږي.))
د يادونې ده چې لوګر دا مهال څه باندې ٨٠ روغتيايي مرکزونه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن